لاس رسیدونکی لینک

هندي وزيراعظم په پاکستان دپردې تر شا دجگړې تور لگولى


دهند ترانتظام لاندې کشمير په لداخ سيمه کې دهائيډرو پاور پروژې دپرانستې وروستو پوځيانو ته پخپله وينا کې نريندرمودي په پاکستان تور ولگولو چې دغه هيواد دهند تر کنټرول لاندې سيمو کې دمقامي تندلارو په ملاتړ کولو سره دپردې تر شاه جنگ کوي.

دهندوستان وزيراعظم نريندر مودري دکشمير ددورې په موقع په پاکستان دپردې تر شا دجنگ تور لگولى اؤ وئيلي يې دي چې پاکستان دروايتي جنگ قوت دلاسه ورکړى دى.

دهند ترانتظام لاندې کشمير په لداخ سيمه کې دهائيډرو پاور پروژې دپرانستې وروستو پوځيانو ته پخپله وينا کې نريندرمودي په پاکستان تور ولگولو چې دغه هيواد دهند تر کنټرول لاندې سيمو کې دمقامي تندلارو په ملاتړ کولو سره دپردې تر شاه جنگ کوي.

دپاکستان له لوري دهندوستاني وزيراعظم ددغو تازه تورونو په اړه تر دې مهاله کوم ردعمل مخې ته نۀ دى راغلى.

په ١٩٩٩ء کې دکارگل دغرۀ په څوکو دوسله والو جنگيالو اؤ پاکستاني پوځونو سره دهندي پوځ دجنگ نه پس دا لمړۍ موقع ده چې کوم هندوستاني وزيراعظم دکارگل په خاوره اولس اؤ دهند پوځ ته وينا کړې.

هندي وزيراعظم وويل پاکستان په اصل کې دباقاعده روايتي جنگ توان نۀ لري ځکه دوسله والو جنگيالو اؤ مداخله کوونکو ملاتړ کوي.

مودي ترهه گري دهند لپاره تر ټولو ستر چيلنج وگرځولو اؤ ژمنه يې وکړه چې دتعمير اؤ ترقۍ دومرې وسيلې به لاسته راوړي چې دتشدد، نفرت اؤ ټکر فضاء به په پرمختيا اؤ خوشحالۍ بدله شي.

مودي کشمير ته دغه دوره په پاکستان دغه تور په داسې حال کې لگولى چې دتيرې څه مودې راهسې دکشمير په پوله دډزو په پيښو ددواړو هيوادونو ترمينځ دوړاندې څخه اړيکې دتاؤتريخوالي لوري ته روانې دي.

پاکستان تيره ورځ يو سينئر هندوستانى سفارتي عهديدار سيالکوټ کې دډزو په پيښه غوښتى ؤ اؤ په دغه پيښه يې ترې سپيناوى غوښتى ؤ، دپاکستان دخارجه وزارت ترمخه په دغو ډزو کې يو پاکستانى وگړى وژل شوى ؤ.

همدغه شان پاکستاني چارواکو په هندوستان دجنگ بندۍ دخلاف ورزۍ تور لگولى اؤ په پيښه يې هند ته باضابطه احتجاج ريکارډ کړى دى.

دنوي ډيلي اؤ اسلام اباد ترمينځ د١٩٩٩ء دجگړې وروستو په ٢٠٠٣م کې داوربند يو تړون شوى ؤ، خو ددغه تړون باوجود دواړه خواوې وخت په وخت په يو بل دجنگ بندۍ دخلاف ورزۍ تورونه لگوي.

XS
SM
MD
LG