لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دولسم اگست- د شپږو سوؤ پښتنو د وژنې ورځ


د خدايي خدمتگار تحريک باني باچا خان د هغۀ کشر ورور ډاکټرخان صيب د تحريک د نورو مشرانو اؤ ورکرانو سره
د خدايي خدمتگار تحريک باني باچا خان د هغۀ کشر ورور ډاکټرخان صيب د تحريک د نورو مشرانو اؤ ورکرانو سره

نن په دولسم اگست د بابړې ميدان کې د وژل شوؤ هاغو شپږو سوؤ نه د زياتو پښتنو ورځ نمانځل کيږي چې په ١٢م اگست ١٩٤٨ د هشنغر د بابړې په ميدان کې د خپلو سياسي اؤ جمهوري حقونو ترلاسه کولو دپاره په احتجاج کولو په گولو ويشتل شوي اؤ وژل شوي وؤ.

ددغه ورځې په مناسبت سره کۀ هرڅو په ټولنيزو رسنو بحثونه کيږي اؤ خلک د بابړې په ميدان وژل شوؤ پښتنو ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې کوي خو په عملي ډول په دغه هکله کومه د پام وړ دستوره نۀ ده راجوړه کړل شوې .

دبابړې د تاريخي ورځې پس منظر د پښتو نوميالى شاعر،اديب اؤ نقاد ښاغلى سليم راز پخپله يوه ليکنه کې داسې بيانويپه ١٤اګست ١٩٤٧ دانگريزانو دغلامۍ څخه ملک ازاد شو .پاکستان جوړشوخو حقيقى ازادى رانغله. دسياسي ازادۍ جنگ خلقو وگټلو خو د سياسي او جمهوري حقوقونعمتونه داولس نصيب نه شو دانگريز خلاف په جنگ کښې چې اولس کومه سياسي ازادي ترگوتو کړه دپاکستان حکمرانانو هغه ترې وتروړله

سليم راز زياتوي مسلم ليگى حکومت دخلقو دجدوجهد اوقربانو دا صله ورکړه چې دخبرې کولو حق ئې هم ترينه واخستو او داختلاف رائې دجمهوري حق نه ئې محرومه کړل . او ددې جمهوري حق د حصول دپاره وړومبی جنگ پښتنو وکړو هغه وخت په صوبه سرحد کښې دقيوم په قيادت کښې دمسلم ليگ حکومت ؤ قيوم دخپلې کرسۍ دتحفظ په خاطر دخپلو سياسي مخالفينو خلاف غيرسياسي، غير جمهوري اوامرانه هتهکنډې استعمال کړې ،په سياسي جمهوري سرگرميو ئې ناروا پابندۍ ولگولې داولس ددغو بنيادي ، سياسي او جمهوري حقوقو دبحالۍ اوتحفظ دپاره خدائي خدمتگارو اواز پورته کړو مسلم ليگي حکومت د خدايي خدمتگار تحريک د ختمولو منصوبه جوړه کړه اؤ د سرليډران يې گرفتار کړل

د ښاغلي راز په وينا په دغو نيول شوؤ مشرانو کې د خدايې خدمتگار تحريک باني باچا خان، ډاکټر خان صيب،قاضي عطاء الله، ارباب عبدالغفورخان اؤ ځينې نور مشران شامل وؤ

سليم راز وايي ددغو گرفتاريو اوغير جمهوري پاليسيو خلاف خدائي خدمتګارو د يواحتجاجي جلوس ويستلو پروگرام جوړکړو کوم چې دهغوئ يوسياسي اوجمهوري حق ؤ او يو پرامن سياسى عمل ؤ.

فيصله وشوه چې په ١٢ اگست به دچارسدې نه جلوس اوځي او دبابړې په ميدان کښې به يوه عامه جلسه کولی شى . ددې جلوس اوجلسې څو هفتې مخکښې باقاعده په اخبارونو کښې اعلان شوی ؤ او حکومت پرې هيڅ قسم پابندى نه وه لگولې او تراخروخته دحکومت له طرفه څه حکم جارى نه شو خومسلم ليگى حکومت سازشى انداز کښې دپښتون اولس ملى طاقت ختمولو او دجمهوريت دوړومبى غږ دخاموشه کولو دپاره عين دپروگرام په ورځ مليشا فورس او پوليس دبابړې ميدان نه گير چاپيره واچول او هرطرف ته ئې ارمرډگاډىاوټينکونه ودرول

د سليم راز ددغه ليکنې له مخې په ١٢اگست سحر نهه بجې دخدائى خدمتگارو جلوس دعدم تشدد دفلسفې مطابق تش لاس دبابړې کلي ته دچارسدې بازار په لاره دبابړې ميدان پله روان شو.

په دې جلوس کښې دپښتونخوا دهرې علاقې خدائي خدمتگار شامل وو په کومه ډيرۍ چې جلسه کيدونکې وه هلته پوليس وسله نيغه کړې ولاړ وؤ . څنگه چې جلوس دبابړې ميدان ته ورداخل شو اوجلسه گاه ته نزدې شو نو بغير د څه وارننگ نه پرې ډزې شروع شوې گولۍ وريدې ،سينې غلبيل کيدې دوينو رودونه بهيدل او خدائى خدمتگار د بارودو په اور او لوگي کښې په مخه روان وو-

پوره پينځه څلويښت منټه دالوبه جارى وه خونه دپوليس په ډزوکښې څه فرق راغی او نه دخدائي خدمتگارو پښې ورپيدې . ددې پاؤ کم يوه گينټه فائرنگ او بمبارۍ په نتيجه کښې ديوې اندازې مطابق پينځه شپږ سوه کسان مړۀ او زر دولس سوه کسان زخميان شول

سليم راز وايي دځينو عيني شاهدانومطابق په فائرنگ کښې ديارلس سوه کسان ووژلى شو چې په هغوکښې داووۀ نيم سوه کسانو لاشونه درياب کښې لاهو کړی شول.

وروستو بياپوليس لاشونه راټولول او نزدې ډنډې ته ئې غورځول اوبې شميره لاشونه اوزخميان ئې دريائى کابل کښې لاهو کړل.

خو وائس اف امريکه ډيوه راډيو چې کله ددغو وژل شوؤ خدايي خدمتگارو د ورځې په لړ کې د عوامي نيشنل پارټۍ د مشرانو نظر معلومول وغوښتل نو ددغه گوند د اطلاعاتو مرکزي سکتر زاهد خان د مصروفياتو له امله د نظر ورکولو څخه ډډه وکړه اؤ د اى اين پي خيبرپښتونخوا ستر سکتر ميا افتخار هډو ټيلي فون ځواب ونۀ وئيلو.

د بابړې د وژل شوؤ پښتنو په ياد کې د راجوړې شوې يوې دستورې په هکله رپورټ تاسو لاندې اوريدلى شئ

د بابړې په یاد کې دستوره
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:04 0:00
Direct link

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG