لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف وائي په ١٠ؤ حلقو کې دبيا انتخاباتو په اړه دپي ټي ائي غوښتنه منو


 نواز شريف وويل چې دپي ټي ائي دمشر سره دليدلو وروستو دجماعت اسلامي مشر سراج الحق هغه ته وررسيدلى ؤ اؤ ورته يې دپي ټي ائي انديښنې بيان کړي اؤ زياته يې کړه چې هغه ورته په ١٠ؤ حلقو کې دبيا انتخاباتو په کولو دلانگ مارچ دمنسوخولو باور ورکړى.
نواز شريف وويل چې دپي ټي ائي دمشر سره دليدلو وروستو دجماعت اسلامي مشر سراج الحق هغه ته وررسيدلى ؤ اؤ ورته يې دپي ټي ائي انديښنې بيان کړي اؤ زياته يې کړه چې هغه ورته په ١٠ؤ حلقو کې دبيا انتخاباتو په کولو دلانگ مارچ دمنسوخولو باور ورکړى.

دخالي په ورځ دهيواد پوځي اؤ سياسي قيادت ته دوينا په مهال دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي چې دتحريک انصاف مشر عمران خان دجماعت اسلامي مشر سراج الحق ته په لسو حلقو کې دبيا انتخاباتو کولو غوښتنه وړاندې کړې اؤ زياته کړې يې ده چې " مونږ" دغې غوښتنې منلو ته تيار يو.

نواز شريف وويل چې دپي ټي ائي دمشر سره دليدلو وروستو دجماعت اسلامي مشر سراج الحق هغه ته وررسيدلى ؤ اؤ ورته يې دپي ټي ائي انديښنې بيان کړي اؤ زياته يې کړه چې هغه ورته په ١٠ؤ حلقو کې دبيا انتخاباتو په کولو دلانگ مارچ دمنسوخولو باور ورکړى.

خو دپي ټي ائي شيرين مزاري دا خبر رد کړى چې گنې دهغوي دگوند له لوري دغه شان کومه غوښتنه شوې اؤ زياته کړې يې ده چې دپي ټي ائي غوښتنې به په ١٤م مارچ عمران خان پخپله اعلانوي.

دوزيراعظم په مشرۍ دخالي په ورځ دقومي سلامتۍ غونډه وزيراعظم هاؤس اسلام اباد کې په داسې حال کې روانه ده چې دتحريک انصاف له لوري په ١٤م اگست "دازادۍ مارچ" په نوم يوې لويې احتجاجي جلسې ته يواځې څو ورځې پاتې دي.

دغه غونډه کې دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف، دانټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) ډائريکټر جنرل ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام اؤ ډائريکټر جنرل ملټري اپريشن برخه لري.

راپورونه وائي چې داخله وزير چوهدري نثارعلي خان، دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک اؤ دپنجاب وزيراعلي شهباز شريف غونډه کې موجود نۀ دي، له دې وړاندې عمران خان پرويز خټک په دغه غونډه کې دبرخې اخستو نه منعې کړى ؤ

دغونډې په نورو برخه والو کې دسندهـ اؤ بلوچستان اعلي وزيران، دمختلفو سياسي گوندونوپاکستان پيپلز پارټۍ خورشيد شاه اؤ سينيټر رضا رباني، پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اچکزئ، دجماعت اسلامي امير سراج الحق ،دعوامي نيشنل پارټۍ مشر غلام احمد اؤدمتحده قومي موومنټ فاروق ستار اؤ بابر غوري شامل دي.

غونډې ته دوينا په مهال نواز شريف وويل شمالي وزيرستان کې دضرب عضب اپريشن په حواله درايې مکمل اتفاق موجود دى اؤ زياته يې کړه چې په دغه اړه ټول سياسي قوتونه اؤ مدني ټولنه په باور کې اخستل شوي، نواز شريف وويل چې دوزيرستان داپريشن په حواله يې کوم تنقيد تر غوږو شوى نۀ دى.

نواز شريف ددغو عملياتو په اړه دهرچا تنقيد ته دغوږ ايښودو ژمنه وکړه اؤ وې وئيل چې حکومت به په دغه اړه دهرچا درايې درناوى کوي.

دغونډې برخه والو ته نواز شريف وويل چې دجون په مياشت کې دکراچۍ په ائيرپورټ دحملې نه پس شمالي وزيرستان کې اپريشن شروع کول ضروري ؤ.

نواز شريف وويل هيواد سياسي تاؤتريخوالى نۀ شي زغملى اؤ زياته يې کړه چې که يو لوري ته شمالي وزيرستان کې پوځي عمليات روان دي نو بل لوري ته سياسي بحران هم روان دى.

نواز شريف وويل پاکستان کې ترهه گرو اجاره داري قائمه کړې وه اؤ واضحه يې کړه چې لمړى دکراچۍ په ائيرپورټ حمله وشوه بيا پوځيان ووژل شول اؤ هم دا وجه وه چې درايې په قومي اتفاق سره ضرب عضب عمليات پيل کړى شول.

هغه وويل چې شمالي وزيرستان کې دپوځي عملياتو نه دامن دراتللو اميد پيدا شوى دى اؤ زياته يې کړه چې هم دامن په ذريعه هيواد دترقۍ لارې ته سميدى شي.

هغه وويل هيواد کې دقانون واکمنۍ ته دزيان رسيدو هڅې کولى شي.

دپاکستان عوامي تحريک دمشر طاهرالقادري انقلاب ته په اشارې کولو سره نواز شريف وويل دسياسي انقلاب ايجنډه راوړونکي دې په ډاگه کړي چې هغوي هيواد کې څه رنگ انقلاب راوستل غواړي اؤ وې وئيل چې ملک دفسادونو نه ډک انقلاب نۀ شي زغملى.

هغه وويل پاکستان دترقۍ اؤ خوشحالۍ په لار روان دى اؤ زياته يې کړه چې دلانگ مارچ اؤ انقلاب خبرې کوونکو ته ملکي ترقۍ کې دگډون بلنه ورکوؤ.

هيواد کې دجمهوريت په اړه نواز شريف وويل پاکستان کې په لمړي ځل يو اولسي حکومت په ښې طريقې سره رخصت شوى اؤ بل حکومت اقتدار سمبال کړى اؤ په دغه لړ کې اپوزيشن هم غوره کردار ادا کړى.

نواز شريف وويل چې افغانستان اؤ هند سره ښو اړيکو ته ليواله يو.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG