لاس رسیدونکی لینک

اسلام اباد : نواز شريف دقومي سلامتۍ غونډه رابللې


ټاکل شوې ده دغه غونډه کې به دهيواد په داخلي امنيتي چارو بحث کولى شي اؤ توقعو کيږي چې وزيراعظم نواز شريف ته به دترهه گرۍ خلاف په جنگ اؤ شمالي وزيرستان کې دتندلارو خلاف په روان اپريشن حال احوال تيرولى شي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دخالي په ورځ دقومي سلامتۍ غونډه رابللې ده.

ټاکل شوې ده دغه غونډه کې به دهيواد په داخلي امنيتي چارو بحث کولى شي اؤ توقعو کيږي چې وزيراعظم نواز شريف ته به دترهه گرۍ خلاف په جنگ اؤ شمالي وزيرستان کې دتندلارو خلاف په روان اپريشن حال احوال تيرولى شي.

غونډه کې به دڅلورو واړو صوبو اعلي وزيران، دپوځ سرلښکر جنرل راحيل شريف اؤ ډائريکټر جنرل انټرسروسز انټلي جنس( ائي ايس ائي) مشر ليفټننټ جنرل ظهيرالاسلام برخه اخلي.

غونډه کې به دمختلفو گوندونو پارليماني مشران هم گډون کوي.

نواز شريف دقومي سلامتۍ دغه غونډه په داسې حال کې راغوښتې چې دپاکستان تحريک انصاف له لوري اسلام اباد کې په ١٤م اگست کيدونکي لانگ مارچ ته يواځې څو ورځې پاتې دي.

دتحريک انصاف دغه سياسي اجتماع به د٢٠١٣م په عامو انتخاباتو کې دشوې شکمنې ټگۍ ټورۍ خلاف احتجاج کوي اؤ دپي ټي ائي مشر عمران خان غوښتنه کړې چې دوزيراعظم نواز شريف داستعفي اؤ دنوي اليکشن کميشن لاندې بيا دسره دانتخاباتو کولو نه بغير به لانگ مارچ نۀ ختموي.

XS
SM
MD
LG