لاس رسیدونکی لینک

صدراوباما په عراق کې دفضائي حملو اجازت ورکړى


دزيارت په ورځ سپينه ماڼۍ کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال صدر اوباما وويل امريکائي پوځ ته به په عراق کې ديوې بلې جگړې اجازت نۀ ورکوي.

دامريکا صدر براک اوباما يوځل بيا په ډاگه کړې چې دتندروه ډلې داعش دپرمختگ مخنيوي لپاره امريکا خپل پوځونه عراق ته نۀ ليږي خو که چرې ضرورت پيښو شو نو دتندلارو په ځالو فضائي حملې کيدى شي.

دزيارت په ورځ سپينه ماڼۍ کې ديو مطبوعاتي کانفرنس په مهال صدر اوباما وويل امريکائي پوځ ته به په عراق کې ديوې بلې جگړې اجازت نۀ ورکوي.

خو هغه واضحه کړه که چرې دامريکايانو يا زرگونو عامو خلکو ژوند په خطره کې پريوتو نو په دغسې صورتحال کې به امريکا ضرور گام اخلي.

صدر وويل دپوځي طاقت استعمال فيصله زيات احتياط اؤ دانشمندي غواړي اؤ زياته يې کړه چې هم له دې امله هغه په عراق کې دامريکائي پوځ داستعمال په غوښتنو دمحتاط ردعمل څرگندونه کوي.

نوموړي وويل امريکا په دتندلارو دمخنيوي لپاره عراقي پوځ ته تربيت اؤ مرسته ورکوي اؤ دتندلارو دپرمختگ له امله دبې کوره شوؤ کسانو امداد کې به نوره اضافه کوي.

صدر اوباما په عراقي سياست دانانو زور راوړو چې خپل اختلافونه دې هير کړي اؤ په فوري توگه دې نوى حکومت جوړ کړي اؤ زياته يې کړه چې دنوي حکومت اقتدار ته په رسيدو به امريکا ددې حکومت سره خپل ملاتړ کې اضافه کوي.

اوباما وويل امريکا ته په عراق کې دداسې معتدلو قوتونو ملاتړ پکار دى چې په هيواد کې داستحکام راوستو توان لري.

داوباما انتظاميې ترمخه شمالي عراق کې دتندلارو دتازه پرمختگ له امله دبې کوره شوؤ خلکو دکورنو لپاره يوې امريکائي پوځي الوتکې دزيارت په ماښام امدادي سامان رسولى دى.

دامريکا ددفاع دمحکمې يو وياند ميډيا ته وئيلي امريکائي پوځي الوتکې دخوراک اؤ پاکو اوبو پيکټونه دعراق شمال لويديزه سيمه سنجار کې غورځولي ، دغلته د زرگونو هاغو سيمو عيسايانو کډې کړي اؤ پناه يې اخستې چې " داعش" پرې دشورو په ورځ قبضه کړې وه.

دعراق نيمه خپلواکه سيمه کردستان سره نزدې علاقو کې دجنگيالو دناڅاپي پرمختگ په وجه سيمې څخه په زرگونو خلکو په غرونو کې پناه اخستې.

دملگرو ملتونو امنيتي شورا هم دشورو په ورځ خپله يوه بيړنۍ غونډه کې نړيوالو ورورولۍ نه دغو کسانو سره دمدد غوښتنه کړې وه.

XS
SM
MD
LG