لاس رسیدونکی لینک

طالبانو دميډيا خلاف دجنگ اعلان کړى


په ټوله نړۍ کې دميډيا استازو ډلو ته ليږل شوي يو پيغام کې تحريک طالبان پاکستان دا خبردارى هم ورکړى چې که چرې صحافيانو دهغوي خلاف دتنقيد لړۍ ونۀ دروله نو دخپلو تيروتنو دتوبې موقع به هم بيا نۀ مومي.

دپاکستاني طالبانو دتحريک دمهمند ايجنسۍ طالبانو پاکستاني ميډيا ته خبردارى ورکړى که چرې دهغوي خلاف يې تنقيد ونۀ درولو نو حملې به پرې کوي اؤ هيڅ ژړا فرياد به جنگيالي صحافيانو ته دسزا ورکولو نه منعې نۀ کړي.

په ټوله نړۍ کې دميډيا استازو ډلو ته ليږل شوي يو پيغام کې تحريک طالبان پاکستان دا خبردارى هم ورکړى چې که چرې صحافيانو دهغوي خلاف دتنقيد لړۍ ونۀ دروله نو دخپلو تيروتنو دتوبې موقع به هم بيا نۀ مومي.

دطالبانو دمهمند ايجنسۍ دميډيا دکميشن له لوري لاسليک شوي پيغام کې صحافيانو ته يادونه شوې چې طالبان دغه " نۀ زغمونکې رويه" د٢٠٠٠ نه واخله تر ٢٠١٤م پورې برداشت کړې ده خو اوس دغه عمل ته دپايې دټکي دايښودو وخت رارسيدلى.

دغه پيغام " دنظرياتو عالمي جنگ اؤ دميډيا رويه" په ټوله نړۍ کې دميډيا دغړو دحقونو لپاره کارکوونکو تنظيمونو مشرانو اؤ غړو ته ليږلى شوى چې پکې دسرحدونو نه بغير خبريالان اؤ په امريکا کې مقيم دصحافيانو دتحفظ کميټي هم شامله ده، سي پي جى دغه پيغام پخپل ويب سائټ لگولى دى.

XS
SM
MD
LG