لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : افغان پوليس په امنيتي پوسته خپل ٧ ملگري وژلي

دارزگان ولايت يو وياند دوست محمد ناياب ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دغه پيښه دنهې په شپه دولايت په سرښار ترين کوټ کې رامينځته شوې ده چې پکې يو پوليس خپل ملگري اووۀ پوليس عسکر وژلي اؤ وروستو يې دهغوي نه وسله راټوله کړې اؤ دپوليسو په يو گاډي کې تښتيدلى دى.

افغان چارواکي وائي چې دافغانستان په اروزگان ولايت کې يو پوليس خپلو ملگرو ته وسله راړولې اؤ په يوه پوسته يې خپل ٧ پوليس ملگري يې وژلي دي.

دارزگان ولايت يو وياند دوست محمد ناياب ددغه پيښې په اړه وئيلي دي چې دغه پيښه دنهې په شپه دولايت په سرښار ترين کوټ کې رامينځته شوې ده چې پکې يو پوليس خپل ملگري اووۀ پوليس عسکر وژلي اؤ وروستو يې دهغوي نه وسله راټوله کړې اؤ دپوليسو په يو گاډي کې تښتيدلى دى.

ناياب وائي چې حمله کوونکي پوليس دطالبانو سره تعلقات لرل اؤ هغه په دغه پيښه کې طالبان ککړ بللي دي.

له دې وړاندې دنهې په ورځ دافغان عسکرو په جامه کې په پوځي تربيتي اکيډيمۍ کې يو وسله وال په ائتلافي ځواکونو ډزې کړې وې چې په نتيجه کې يې يو امريکائي ميجر جنرال هيرالډ جى گرين وژل شوى ؤ اؤ ١٥ امريکائي اؤ ائتلافي پوځيان ژوبل شوي وؤ.

دغه جنرال دسينئر امريکائي اؤ افغان افسرانو په هاغه ډله کې شامل ؤ چې کابل کې يې دافغانستان د پوځي اکيډيمۍ دمعمول دوره کوله ، په دغه مهال يو افغان عسکر ديوې نزدې ودانۍ دکړکۍ نه په پوځي افسرانو ناتاره ډزې شروع کړې.

دافغانستان ددفاع وزارت وائي چې حمله کوونکى هم په ډزو سره وژل شوى.

دغه امريکائي پوځي افسردافغانستان په جگړه کې دنيټو په مشرۍ دائتلافي ځواکونو يو لوړرتبه غړى ؤ اؤ په داسې حال کې وژل شوى چې دسږکال په اخره کې ائتلافي ځواکونو افغانستان څخه دوتلو تيارۍ کوي.

د٢٠٠١ء راهسې په افغانستان کې وژل شوى دغه تر ټولو دلوړې کچې امريکائي پوځي افسر ؤ.

دايساف وينا ده چې ددغه پيښې تحقيقات يې شروع کړي اؤ وروستو به يې جزئيات مخې ته راشي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG