لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: وسله والو يو سکهـ وژلى، دوه ژوبل


 دپوليسو وينا ده چې دشورو په سحر دپيښور دهشنغرۍ په شباب مارکيټ کې دوسله والو په يوه حمله کې دسکهـ ورورولۍ يو تن وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.
دپوليسو وينا ده چې دشورو په سحر دپيښور دهشنغرۍ په شباب مارکيټ کې دوسله والو په يوه حمله کې دسکهـ ورورولۍ يو تن وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

پوليس وائي دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دشورو په ورځ نامعلومو وسله والو دسکهـ ورورولۍ سره تعلق لرونکى يو تن وژلى اؤ دوه يې ژوبل کړي دي.

دپوليسو وينا ده چې دشورو په سحر دپيښور دهشنغرۍ په شباب مارکيټ کې دوسله والو په يوه حمله کې دسکهـ ورورولۍ يو تن وژل شوى اؤ دوه نور ژوبل شوي دي.

دوژل شوي سکهـ پيژندگلو دجگ موهن سنگهـ اؤ دژوبل شوؤ کسانو پيژندگلو دمنموهن سنگهـ اؤ پرانجيت سنگهـ په نومونو سره شوې ده.

پوليس وائي چې دپيښې وروستو حمله کوونکي په تيښته کې کامياب شوي اؤ زخميان دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسول شوي دي.

بل لوري ته ددغه پيښې په ضد دسکهـ ورورولۍ سره تعلق لرونکو کسانو دپيښور په جي ټي روډ دټائرونو په سوزولو سره احتجاج کړى اؤ دحکومت نه يې غوښتنه کړې ده چې دسکهانو خلاف دې ددغه شان پيښو دمخې نيولو لپاره گامونه واخلي.

دسکهـ ورورولۍ داحتجاج په وجه په جي ټي روډ دگاډو تگ راتگ ځنډيدلى ؤ.

بل لوري ته دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پرويز خټک پيښور کې په سکهانو دحملې دغه پيښه غندلې اؤ دا يې دهيواد په يو والي حمله گرځولې ده.

پرويز خټک وئيلي چې په سکهـ ورورولۍ دغه حمله دوزيرستان دعملياتو په اړه دهيواد اؤ قام ددښمنانو ناوړه سازش دى اؤ زياته کړې يې ده چې ددې به په سختۍ سره ځواب ورکولى اؤ ورانکاري اؤ دهغوي محفوظې ځالې به ختمولى شي.

وزيراعلي دحملې دمتاثرينو سره دصوبائي حکومت اؤ اولس له لوري دخواخوږۍ دڅرگندولو په ترڅ کې وئيلي دي چې سکهـ ورورولي دقومي وجود برخه ده اؤ دهيواد اؤ قام لپاره يې خدمات منل شوي دي.

وزيراعلي دغه حمله دصوبې په اولس حمله گڼلې اؤ وئيلي يې دي چې پکې ککړ ترهه گر به راويستى شي اؤ خپل انجام ته به رسولى شي.

وزيراعلي دوژل شوي سکهـ دکورنۍ لپاره دپينځوؤ لکو اؤ زخميانو لپاره ددوؤ ،دوؤ لکو روپو دمالي امداد اعلان کړى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG