لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : دډرون حمله کې ٦کسان وژل شوي


دراپورونو ترمخه دشمالي وزيرستان په دته خيل تحصيل کې ډرون نه په يو کور اؤ گاډي څلور ميزائيلونه داغل شوي چې چې پکې شپږ شکمن تندلاري وژل شوي اؤ دوه کسان نور ژوبل شوي هم دي.

دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په ورځ دډرون په يوه حمله کې شپږ شکمن تندلاري وژل شوي دي.

دراپورونو ترمخه دشمالي وزيرستان په دته خيل تحصيل کې ډرون نه په يو کور اؤ گاډي څلور ميزائيلونه داغل شوي چې چې پکې شپږ شکمن تندلاري وژل شوي اؤ دوه کسان نور ژوبل شوي هم دي.

شمالي وزيرستان کې دامريکائي بې پائيلټه جاسوسي الوتکو دغه حمله په داسې حال کې شوې چې په سيمه کې دپاکستان پوځ هم دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد عمليات پيل کړي چې پکې دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه شوې ده.

له دې وړاندې په ١٩مه جولا ئي هم دشمالي وزيرستان دته خيل سيمه کې يوه ډرون حمله شوې وه چې پکې شپږ تندلاري وژل شوي وؤ.

همدغه شان په ١٦مه جولا ئي هم شمالي وزيرستان کې دډرون په يوه حمله کې د١٨ؤ بهرنيانو په گډون ٢٤ شکمن ترهه گر وژل شوي وو، په ١٠مه جولا ئي هم دغه قبائيلي سيمه کې شوې دډرون حمله کې ٧ کسان وژل شوي اؤ درې ژوبل شوي وؤ.

پاکستان پخپله خاوره دډرون دحملې دخپلې خپلواکۍ اؤ نړيوالو قوانيو خلاف ورزي گڼي خو امريکائي چارواکي دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې ډرون يوه موثره وسله گرځوي.

ديو راپور ترمخه پاکستان کې شوؤ دډرون حملو کې دکال ٢٠٠٨م داگست دمياشتې راهسې تر دې مهاله ددوؤ زرو نه زيات کسان وژل شوي اؤ مبصرين وائي چې په وژل شوؤ کې اولسي وگړو ته هم مرگ ژوبله اوښتې ده.

XS
SM
MD
LG