لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين کې زلزلې ٣٨١ کسان وژلي، په زرگونو کورونه تباه


 دغه چارواکي وائي چې داتوار په ورځ راغلې زلزله کې ١٨٠٠ کسان ژوبل شوي هم دي اؤ امدادي کارکوونکي اوس هم دورکو شوؤ خلکو لټه کوي.
دغه چارواکي وائي چې داتوار په ورځ راغلې زلزله کې ١٨٠٠ کسان ژوبل شوي هم دي اؤ امدادي کارکوونکي اوس هم دورکو شوؤ خلکو لټه کوي.

چيني چارواکي وائي چې ددغه هيواد په جنوب لويديزه برخه کې په يوه غرييزه سيمه کې راغلې زلزله کې لږ ترلږه ٣٨١ کسان وژل شوي اؤ په زرگونو ودانۍ رانسکورې شوي دي.

دغه چارواکي وائي چې داتوار په ورځ راغلې زلزله کې ١٨٠٠ کسان ژوبل شوي هم دي اؤ امدادي کارکوونکي اوس هم دورکو شوؤ خلکو لټه کوي.

د6.1 شدت ددغه زلزلې مرکز دچين جنوب لوديزه يونان صوبه وه.

دچين سرکاري خبري ادارې " ژنهوا" ترمخه دغه زلزلې دولس زره کورونه تباه کړي اؤ ديرشو زرو ته يې نقصان رسولى دى.

په زلزله ځپلې سيمه کې امدادي کارروايۍ روانې دي، بيجنگ اغيزمنو سيمو ته خيمې، پاکې اوبۀ، خوراک اؤ نور دضرورت شيان ليږي ، په زلزله ځپلې سيمه کې راتلونکو څو ورځو کې دباران پيشين گوئي هم شوې ده.

راپورونه وائي دچين په يونان صوبه کې راغلې دغه په تيرو ١٤ؤ کلونو کې تر ټولو سخته زلزله وه.

په جنوب لويديز چين کې له دې وړاندې هم دغه شان زلزلې راغلې،٢٠١٢م کې په يونان کې راغلې يوه زلزله کې ٨٠ کسان وژل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG