لاس رسیدونکی لینک

په خليلي ددهوکې دتور وروستو دافغان ټولټاکنو کړکيچ سيوا شوى


دعبدالله دډلې غړي نصرالله بريالي ارسلا ئي په کابل کې خبريالانو ته وئيلي خليلي خپلو پلويانو ته باور ورکړى چې حکومت، صدر کرزى، اليکشن کميشن اؤ نړيوال ملگري دغني په حق کې دي ، چې ورسره په ټولټاکنو کې دفتحې ژمنه شوې ده.

دافغانستان دصدارتي ټولټاکنو دکانديد ډاکټر عبدالله عبدالله دډلې يو سينئر غړي داولس مشر دوهم مرستيال کريم خليلي دمخالف کانديد اشرف غني په حق کې په ټولټاکنو کې په دهوکې کولو تورن کړى دى.

په عين حال کې دملگرو ملتونو چارواکو وئيلي دي چې دسختو مذاکراتو څخه وروستو صدارتي کانديد عبدالله عبدالله دووټونو دڅار په لړۍ کې په بيا برخې اخستو راضي شوى دى.

دعبدالله دډلې له لوري دبيرته گډون وروستو دصدارتي ټولټاکنو دڅار لړۍ يوځل بيا پيل شوې ده.

دعبدالله دډلې غړي نصرالله بريالي ارسلا ئي په کابل کې خبريالانو ته وئيلي خليلي خپلو پلويانو ته باور ورکړى چې حکومت، صدر کرزى، اليکشن کميشن اؤ نړيوال ملگري دغني په حق کې دي ، چې ورسره په ټولټاکنو کې دفتحې ژمنه شوې ده.

ارسلا ئي په دغه موقع يو اډيو ټيپ ريکارډنگ هم اورولى چې پکې خليلي خپلو پلويانو ته وائي دهغوي دډلې په فتح کې هيڅ شک نشته ځکه چې صدر حامد کرزى اؤ نړيواله ټولنه هم دهغه په ملاتړ کې کولو کې يو شان نظر لري اؤ هغوي ټول په صدارتي ټولټاکنو کې دهغه دگټې لپاره دټولو لارو چارو په استعمالولو ژمن دي.

خو خليلي په يو ټوئټ خپل پيغام کې دغه تورونه رد کړي اؤ وئيلي دي چې يې " دا ټيپ جعلي دى" ،دهغه دفتر هم دغه تور رد کړى اؤ وئيلي يې دي چې وروستو به په دغه اړه يوتفصيلي ځواب ورکړي.

خو ارسلا ئي دعوه کړې چې دغه ټيپ اصلي دى اؤ دخليلي په ضد پکې مضبوط ثبوت شته، هغه انتخاباتي کميشن يو گوډاگۍ اداره گرځولې ده.

ارسلا ئي دا خبره نۀ ده په ډاگه کړې چې دغه وينا چرته شوې اؤ يا دا چې دغه ريکارډنگ يې په څه طريقې سره ترلاسه کړى، په ازادانه توگه ددغه ريکارډنگ دصحيح والي پخلى نۀ شي کيدى.

عبدالله عبدالله وائي ددغه ريکارډنگ څخه ظاهره ده چې نړيواله ورورولي اؤ موجوده صدر حامد کرزى په شريکه داشرف غني گټه باوري کوي.

داشرف غني ترجمان دغه ريکارډنگ جعلي گرځولى.

له دې وړاندې دعبدالله ډلې دانتخاباتي کميشن په پخواني چيف سيکرټري ضياء الحق امرخيل داشريف غني دپلوۍ تور لگولى ؤ اؤ وروستو امرخيل استعفي ورکړه.

دعبدالله دډلې له لوري دغه نوي تورونه په داسې حال کې لگول شوي چې دافغانستان خپلواکه انتخاباتي کميشن ديوې ورځې دځنډ وروستو دووټونو دڅار لړۍ بيا پيل کړې ده.

تيره ورځ داليکشن کميشن مشر احمد نورستاني وئيلي وؤ چې هغوي به دووټونو په بيا شميرلو کې نور ځنډ نۀ قبلوي اؤ دڅار دغه لړۍ به نوره دعبدالله دډلې په موجودگۍ اؤ غيرموجودگۍ دواړو صورتو کې دوامداره ساتي.

بل لوري ته ملگرو ملتونو پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې دعبدالله عبدالله ډلې ملگري ملتونه خبر کړي چې سبا به دڅار عمل کې خپل گډون بيا شروع کړي.

XS
SM
MD
LG