لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان وائي دموجوده حکومت وخت پوره شوى


لاهور کې دخپل گوند کارکوونکو ته په وينا کې عمران خان موجوده حکومت غيرائيني گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې دحکومت کارکردگي يواځې په اشتهارونو کې ده اؤ اوس يې وخت ختم شوى دى.
لاهور کې دخپل گوند کارکوونکو ته په وينا کې عمران خان موجوده حکومت غيرائيني گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې دحکومت کارکردگي يواځې په اشتهارونو کې ده اؤ اوس يې وخت ختم شوى دى.

دپاکستان دتحريک انصاف( پي ټي ائي) مشر عمران خان وئيلي دي چې په ١٤م اگست به احتجاج تر هاغه پورې نۀ شي ختمولى ترڅو چې دنوي پاکستان بنياد نۀ وي ايښودل شوى.

عمران خان دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې دپاکستان وزيراعظم نواز شريف دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان ته وئيلي هغه دې دتحريک انصاف مشر ته دهغه له لوري پيغام ورسوي چې دائين لاندې به دهغه ټولې غوښتنې منلى شي.

لاهور کې دخپل گوند کارکوونکو ته په وينا کې عمران خان موجوده حکومت غيرائيني گرځولى اؤ وئيلي يې دي چې دحکومت کارکردگي يواځې په اشتهارونو کې ده اؤ اوس يې وخت ختم شوى دى.

عمران خان وويل پاکستان کې تراوسه دبدقسمتۍ نه جمهوريت نۀ دى راغلى اؤ زياته يې کړه چې "مونږ په ١٤م اگست دنواز شريف بادشاهت ختموؤ"

دپاکستان حکومت د١٤م مارچ څخه دمخه اسلام اباد ته پوځ هم غوښتى اؤ دريځ لري چې دغه پوځ دسول انتظاميې سره دامنيت پځايې ساتلو کې ملاتړ کوي خو ورته اسلام اباد سپارل شوى نۀ دى.

دپاکستان لويو سياسي گوندونو اسلام اباد ته دپوځ دورغوښتو په حکومتي فيصله تنقيد کړى اؤ په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر سيد خورشيد شاه دا دنواز شريف دحکومت يوه سياسي تيروتنه گرځولې ده.

عمران خان وويل جمهوريت کې اولس دحکمران احتساب کولى شي خو په بادشاهت کې احتساب نۀ شي کيدى،جمهوريت کې ميرټ وي اؤ په بادشاهت کې دغسې نۀ ، په بادشاهت کې واکمنان داولس پيسه په ځان خرچ کولى شي اؤ په جمهوريت کې داولس پيسه هم په اولس خرچ کولى شي.

عمران خان وويل دنواز شريف ځوې دهيواد څخه بهر داربونو روپو په کور کې اوسيږي ،هلته کاروبار کوي اؤ بايد نواز شريف ووائي چې دغه پيسه دکوم ځايه راغله،٢٠ کاله دمخه يې دهيواد څخه بهر کوم جائيداد نۀ لرلو اؤ نن داربونو روپو دجائيداد مالک دى.

عمران خان وويل داقتدار څخه دمخه نواز شريف سره څومره پيسه وه ،هغه دې اولس ته ووائي چې څومره ټيکس يې ادا کړى.

هغه وويل ترڅو چې پاکستان کې حقيقي جمهوريت نۀ وي راغلى، تر هغې به دغريب حالت نۀ بدليږي،مالدار به نور هم مالداريږي اؤ غريب به نور هم غريب کيږي.

هغه وويل چې نړۍ دجمهوريت له لوري روانه ده خو پاکستان کې بادشاهت قائميږي، نواز شريف دې اولس ته ووائي چې دمريم نواز اؤ حمزه شهباز څه ميريټ دى چې هغه په عهدو کښينولي اؤ په ځواب کې يې وويل چې دهغوي ميرټ دا دى چې هغوي دشريفانو اولاد دى.

دتحريک انصاف مشر وويل پاکستان کې دځينو کورنو بادشاهت قائم دى،درائيونډ په ښه کولو نهه کروړه روپۍ خرچ کړى شوې،هيواد کې خلک دلوږې مري،اولس دبدامنۍ ښکار دى اؤ دواکمنانو په حفاظت کروړونه روپۍ خرڅ کيږي.

هغه وويل دسرمايه کارۍ په نوم ٤٣ لکه روپۍ دورځې په حساب سره دهيواد څخه بهر په دورو الوځولى شي.

هغه دعوه وکړه چې دغه جنگ دعمران خان يا تحريک انصاف نۀ بلکې دپاکستان جنگ دى ، کوم چې يې دمستقبل لپاره کولى شي.

هغه زياته کړه ترڅو چې حقيقي جمهوريت نۀ وي رامينځته شى هيواد کې به داولس ستونزې هم نۀ هواريږي.

هغه وويل چې په هيواد کې دحکمران اؤ اولس لپاره يو قانون کيدل پکار دى، دشريف کورنۍ په ضد نيب کې ٧١ کيسونه درج دي، ايا دغه کيسونه به څوک هم نۀ اوري اؤ زياته يې کړه چې غريب خو په دوه زره روپۍ هم بندي کولى شي.

عمران خان وويل ترڅو چې واکمنان خپل احتساب پخپله نۀ کوي اؤ دهيواد څخه بهر پيسه پاکستان ته نۀ راوړي ترهغې بدلون نۀ شي راتللى.

عمران خان وويل چې اسلام اباد ته دتللو نه وړاندې به انتخاباتو کې دشوې ټگۍ ټورۍ په اړه مطبوعاتي کانفرنس کې به دټگۍ طريقه اؤ پکې دشريکو کسانو نومونه مخې ته راوړلى شي.

دپي ټي ائي مشر وويل که چرې څوک گڼي چې په ١٤م اگست به مارچ کې کوم سازباز وشي نو هغوي دغلط فهمۍ ښکار دي ځکه چې دموجوده حکومت وخت ختم شوى اؤ زياته يې کړه چې اوس به نوي انتخابات دنوي اليکشن کميشن لاندې کيږي ، کوم چې به ازاد وي.

عمران خان وويل دپنجاب پوليس دې فيصله وکړي چې ايا هغوي دشريف کورنۍ غلامان دي که دپاکستان خادمان؟.

عمران خان دړکه وکړه که چرې دپنجاب پوليسو دتحريک انصاف په کارکوونکو تشدد وکړو نو په پنجاب کې به ورته دپټيدو ځايې هم نۀ ملاويږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG