لاس رسیدونکی لینک

جان کيري په افغان صدارتي کانديدانو دهمکارۍ کولو غږ کړى


جان کيري ددغو ټيليفوني خبرو په مهال ددواړو افغان صدارتي کانديدانو څخه غوښتنه کړې چې دانتخاباتو دعمل په اړه دې خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

دامريکا دبهرنو چارو وزير جان کري دافغانستان صدارتي کانديدانو ډاکټر عبدالله عبدالله اؤ اشرف غني سره په ټيليفوني خبري اترې کړي اؤ هغوي سره يې دټولټاکنو په عمل غږيدلى دى.

جان کيري ددغو ټيليفوني خبرو په مهال ددواړو افغان صدارتي کانديدانو څخه غوښتنه کړې چې دانتخاباتو دعمل په اړه دې خپلې همکارۍ دوامداره وساتي.

خارجه وزير دواړو افغان کانديدانو ته يادونه وکړه چې افغانستان اؤ نړيوال شراکت داران يې دټولټاکنو دعمل روڼ والي اؤ ددواړو کانديدانو دې باور ته اړتيا لري چې دواړه کانديدان اؤ دهغوي پلويان به دخپلې اصلاحي ايجنډې نفاذ لپاره دملي يو والي په حکومت کې دکار کولو جوګه وي،ددې خبرې څخه قطع نظر چې څوک به بريالي کيږي.

دامريکا خارجه وزير دواړو افغان صدارتي کانديدانو سره دغه ټيليفوني خبري وروستو له هغې کړي چې پرون په څلورم ځل دډاکټر عبدالله دډلې داختلافاتو له امله درائيو دڅارنې لړۍ ځنډيدلې.

دډاکټر عبدالله يو وياند وئيلي دي چې ملګرو ملتونو دهغه انديښنه په نظر کې نۀ دي اخستي.

دواړه کانديدان يو بل په انتخاباتي دهوکه ککړوي.

تيره مياشت په کابل کې دجان کيري په مداخلت دواړو افغان کانديدانو درائيو په بشپړه توګه په څارلو اتفاق کړى ؤ.

راپورونه وائي موجوده لانجه په دې خبره ده چې بايد درائيو دهاغو صندوقونو معامله څنګه هواره شي چې پکې باطلې رايې موندل شوي دي.

ښاغلى عبدالله غواړي که چرې په يو صندوق کې ناجائز ووټونه وموندل شي نو بايد دغه ټول ټول ووټوونه لرې کړل شي، خو ملګري ملتونه يواځې انفرادي ووټونو رد کولو ته ترجيح ورکوي.

په افغانستان کې دملګرو ملتنونو مشر جان کيوبس وائي چې دهغه ډله غواړي څومره چې ممکنه وي ووټونه وشميري.

XS
SM
MD
LG