لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دچين فيکټرۍ کې دچاؤدنې له امله ٦٥ کسان مړۀ شوي


 دچين دسرکاري خبري ادارې "ژنهوا" ترمخه دابتدائي پلټنو څخه معلومه شوې ده چې دغه چاؤدنه دبې پرواهۍ له امله هاغه مهال شوې کله چې په يوه داسې کمره کې اور بل کړل شو چرته چې داور بلونکي مواد موجود وؤ.
دچين دسرکاري خبري ادارې "ژنهوا" ترمخه دابتدائي پلټنو څخه معلومه شوې ده چې دغه چاؤدنه دبې پرواهۍ له امله هاغه مهال شوې کله چې په يوه داسې کمره کې اور بل کړل شو چرته چې داور بلونکي مواد موجود وؤ.

دچين په يوه فيکټرۍ کې دچاؤدنې له امله لږ ترلږه ٦٥ کسان وژل شوي اؤ ١٢٠ ژوبل شوي دي.

دچين دميډيا ترمخه دغه چاؤدنې دخالي په سحر دهيواد ختيزه صوبه جنانگسو په کنشان ښار کې شوې ده.

دچين دسرکاري خبري ادارې "ژنهوا" ترمخه دابتدائي پلټنو څخه معلومه شوې ده چې دغه چاؤدنه دبې پرواهۍ له امله هاغه مهال شوې کله چې په يوه داسې کمره کې اور بل کړل شو چرته چې داور بلونکي مواد موجود وؤ.

په کومه فيکټرۍ چې دغه چاؤدنه شوې هلته خواؤشا ٤٥٠ کسان کار کوي اؤ دچارواکو وينا ده چې کله فيکټرۍ کې چاؤدنه وشوه نو هلته د٢٠٠ؤ نه زيات خلک موجود وؤ چې پکې ٤٥ په موقع مړۀ شول.

دچين د يو ټيلي ويژن په پرده دښودل شوؤ منظرونو ترمخه دفيکټرۍ دودانۍ څخه لوږې خيژي اؤ ژوبل کسان دعلاج لپاره هسپتال ته رسول شوي.

چين کې سږکال په فيکټرۍ کې ترسره شوې دغه تر ټولو خونړۍ چاؤدنه وه چې پکې په دومره لويه پيمانه مرگ ژوبله رامينځته شوې ده.

جون ٢٠١٣م کې دچين په جيلنن صوبه کې دچرگانو په يوه ذبح خانه کې داورلگيدو له امله ١٢٠ کسان وژل شوي وؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG