لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دتندلارو په گډون ٨ کسان وژل شوي


 دسرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دځمکني پوځ عملياتو کې درې تندلاري وژل شوي اؤ دهغوي دقبضې څخه په دروند مقدار کې وسله اؤ گوله بارود هم لاسته راوړل شوي دي.
دسرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دځمکني پوځ عملياتو کې درې تندلاري وژل شوي اؤ دهغوي دقبضې څخه په دروند مقدار کې وسله اؤ گوله بارود هم لاسته راوړل شوي دي.

راپورونه وائي دپاکستان په قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان اؤ خيبرايجنسۍ کې دپوځي عملياتو اؤ تشدد په نورو بيلا بيلو پيښو کې ٨ کسان وژل شوي دي.

دسرچينو ترمخه دشمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کې دځمکني پوځ عملياتو کې درې تندلاري وژل شوي اؤ دهغوي دقبضې څخه په دروند مقدار کې وسله اؤ گوله بارود هم لاسته راوړل شوي دي.

دپاکستان پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد وروستو له هغې په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کړل چې يوه اوونۍ دمخه دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه واخسته،په دغه حمله کې نزدې ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

پوځي چارواکي ادعا کوي چې په دغو عملياتو کې تر دې مهاله د٥٠٠ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي په شلگونو ځالې هم تباه شوي دي ، خو دازادو سرچينو څخه په دغو عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.

بلخوا دقبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په باړه تحصيل کې ددوؤ مخالفووسله والو ډلو ترمينځ نښته کې دوه کسان وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ ديوې اصلاحي ډلې دوه رضا هم وژل شوي دي.

دپوليټيکل انتظاميې ترمخه ددوؤ مخالفو ډلو ترمينځ شوې دغه نښته کې دنورمرجان اؤ داؤد په نومونو سره دوه تندلاري وژل شوي.

همدغه شان دبرقمبرخيل داصلاحي تنظيم دشورا غړي سيد اؤ يو رضاکار عبدالله په سپاه سيمه کې دشپې تندلارو دکور څخه راويستي اؤ په ډزو سره دوژلو وروستو يې دهغوي مړي په سپين قمر سيمه کې غورځولي دي.

همدغه شان سرچينې وائي چې دباړې په سپاه سيمه کې دراکټ دگولې دچاؤديدو پيښه کې يو ماشوم وژل شوى اؤ ديوې ښځې په شمول دوه کسان ژوبل شوي دي.

بل لوري ته دکرمې ايجنسۍ په سپينه شږه سيمه کې هم ديوې چاؤدنې په نتيجه کې دوه کسان ژوبل شوي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG