لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ:افغانستان څخه دوراوښتو جنگيالو حمله کې يو عسکر وژل شوى


 دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) خپلى کړى چې دپولې پورې غاړې څخه جنگيالو دباجوړ دماموندو تحصيل په کاغي پاس سيمه کې په امنيتي ځواکونو ډزې کړي دي.
دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) خپلى کړى چې دپولې پورې غاړې څخه جنگيالو دباجوړ دماموندو تحصيل په کاغي پاس سيمه کې په امنيتي ځواکونو ډزې کړي دي.

پوځي چارواکي وائي دجمعې په ورځ دافغانستان دپولې سره نزدې دپاکستان د قبائيلي سيمې باجوړ ايجنسۍ په ماموندو تحصيل کې دپولې دپورې غاړې څخه وراوښتو جنگيالو دمليشه ځواکونو يو عسکر وژلى دى.

دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) خپلى کړى چې دپولې پورې غاړې څخه جنگيالو دباجوړ دماموندو تحصيل په کاغي پاس سيمه کې په امنيتي ځواکونو ډزې کړي دي.

دائي ايس پي ار له لوري جاري شوي بيان کې پخلى شوى چې امنيتي ځواکونو هم ځوابي کارروائي کړې خو تندلارو ته پکې داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

په تيرو څو ورځو کې دافغانستان څخه وراوښتو جنگيالو له لوري په پاکستاني پوځيانو دغه دوهمه حمله وه، پاکستاني چارواکو له دې وړاندې وئيلي وؤ چې دخيبرپښتونخوا په کوز دير سيمه کې هم دافغانستان څخه وراوښتو جنگيالو دپاکستاني پوځ په يو چيک پوسټ حمله کړې وه خو امنيتي ځواکونو دغه حمله په شا تمبولې وه اؤ٧ ترهه گر يې وژلي وؤ.

پاکستان دشورو په ورځ په دغه پيښه افغان ناظم الامور راغوښتى ؤ اؤ ورته يې احتجاج کړى ؤ، پاکستان دافغان چارواکو څخه غوښتنه کړې وه چې خپله خاوره دې دپاکستان په ضد حملو لپاره دتندلارو له لوري استعماليدو ته پرې نۀ ږدي.

دجون په مياشت کې پاکستان پخپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات پيل کړي چې پکې يې دسلگونو تندلارو دوژلو دعوه کړې خو سيمې پورې دميډيا درسد دنشتوالي له امله په ازادانه ډول دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

پاکستان دعوه کوي چې په دغو عملياتو کې ټول تندلاري پرته له کوم فرق څخه په نخښه کوي ، خو افغان اؤ امريکائي چارواکي دعوه کوي چې دعملياتو څخه دمخه سيمې څخه دحقاني ډلې دجنگيالو په گډون گڼ شمير تندلاري تښتيدلي، افغان چارواکي سيمې څخه دتندلارو په تيښته هم پاکستان تورنوي خو پاکستاني چارواکو دغه تورونه رد کړي.

پاکستان افغان چارواکو څخه په تيرو وختونو کې هم په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دپاکستاني طالبانو دمشر مُلا فضل الله په ضد دکارروايۍ غوښتنه کړې ، خو افغان چارواکي وائي چې دمُلا فضل الله په گډون ترهه گرو ډلو ته پناه ورکول دهغوي دتگلارې برخه نۀ ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG