لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

غزه کې اوربند ناکام،اسرائيلي اپريشن شروع


 دغزې چارواکي وائي چې جنوبي ښار رفاه کې ٢٧ فلسطينيان وژل شوي ، چرته چې داوربند کيدو څخه څو ساعته وروستو سختې نښتې شوي دي.
دغزې چارواکي وائي چې جنوبي ښار رفاه کې ٢٧ فلسطينيان وژل شوي ، چرته چې داوربند کيدو څخه څو ساعته وروستو سختې نښتې شوي دي.

راپورونه وائي داسرائيل اؤ حماس ترمينځ د٧٢ؤ گينټو جنگ بندي تر څو گينټو برقراره پاتې شوې اؤ اسرائيلي پوځ يوځل بيا داپريشن شروع کولو سره دغزې اوسيدونکو ته خبردارى ورکړى چې دکورونو څخه دې بهر نۀ را اوځي.

له دې وړاندې دجمعې په سحر داسرائيل اؤ حماس ترمينځ داوربند کيدو څو ساعته وروستو ددغه اوربند خلاف ورزي هاغه مهال وشوه کله چې اسرائيلي ټينکونو دجنوبي غزې په پټۍ گوله باري وکړه اؤ فلسطيني جنگيالو په اسرائيل راکټونه فائر کړل.

دغزې چارواکي وائي چې جنوبي ښار رفاه کې ٢٧ فلسطينيان وژل شوي ، چرته چې داوربند کيدو څخه څو ساعته وروستو سختې نښتې شوي دي.

داسرائيلي وزيراعظم بنجمن نيتهن ياهو ددفتر څخه جاري شوي بيان کې دغزې جنگيالي ددرې ورځني اوربند په خلاف ورزۍ تورن کړل شوي دي، خو پکې کوم سپيناوى نۀ دى شوى، اسرائيلي ميډيا وروستو راپور ورکړو چې اوربند ختم شوى اؤ پوځ په غزه کې يوځل بيا خپل اپريشن شروع کړى.

راپورونه وائي چې په غزه کې دواړه خواوې خپل پوزيشنونه مضبوطوي اؤ په جگړه کې کوم کمى نۀ ليدل کيږي.

داسرائيل جنوبي ښار کريم شالو کې دسائرن غږ اوريدل شوى چې په ممکنه توگه دحماس دجنگيالو له لوري دراکټونو دداغل کيدو وروستو غږول شوى.

له دې وړاندې راپورونو کې وئيل شوي وؤ چې داوربند وروستو ښار کې په گڼ شمير کې دوکانونه پرانستل شوي وؤ اؤ په سړکونو خلک ليدل شوي وؤ.

داسرائيل اؤ حماس ترمينځ د٧٢ؤ ساعتو دجنگ بندۍ دغه اعلان دملگرو ملتونو سيکرټري جنرل بانکي مون اؤ دامريکا خارجه وزير جان کيري کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG