لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکراچۍ دسمندرغاړې څخه ٣٤ مړي راويستل شوي


دشورو په ورځ داختر په موقع دکراچۍ دسمندر په غاړه په لسگونو کسان دلمبلو په مهال دسمندر چپو لاهو کړي وؤ اؤ دهغوي دراويستو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي چې پکې دهيلي کاپټرو څخه هم مرسته اخستل کيږي.
دشورو په ورځ داختر په موقع دکراچۍ دسمندر په غاړه په لسگونو کسان دلمبلو په مهال دسمندر چپو لاهو کړي وؤ اؤ دهغوي دراويستو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي چې پکې دهيلي کاپټرو څخه هم مرسته اخستل کيږي.

راپورونه وائي دجمعې په ورځ دپاکستان دتر ټولو ستر ښار کراچۍ دسمندر په غاړه دلمبلو په مهال دډوبو شوؤ نورو ٩ؤ کسانو مړي هم راويستل شوي چې ورسره دتيرې ورځې څخه دراويستل شوؤ مړو شميره ٣٤ؤ ته رسيدلې ده.

دشورو په ورځ داختر په موقع دکراچۍ دسمندر په غاړه په لسگونو کسان دلمبلو په مهال دسمندر چپو لاهو کړي وؤ اؤ دهغوي دراويستو لپاره امدادي هلې ځلې روانې دي چې پکې دهيلي کاپټرو څخه هم مرسته اخستل کيږي.

دسرچينو وينا ده چې دجمعې په سحر دسمندر په غاړه دډوبو شوؤ خلکو دمړو راويستو لپاره يوځل بيا امدادي هلې ځلې پيل کړل شوي چې پکې دپاکستان نيوي هيلي کاپټرو هم برخه اخستې.

سرچينې وائي چې دجمعې په ورځ دسمندر څخه نور٩ مړي راويستل شوي چې ورسره په مجموعي ډول دمړو شوؤ کسانو شميره ٣٤ؤ ته رسيدلې ده.

راپورونه وائي دجمعې په ورځ دسي ويوساحل څخه دترلاسه شوؤ دوؤ نورو مړو پيژندگلو شوې ده اؤ دډوبو شوؤ کسانو دکورنو په لويې شمير کې خلک دسمندر په غاړه موجود دي چې دهغوي په مرستې سره دمړو دپيژندگلو عمل هم روان دى.

دپاکستان دسمندري ځواکونو وياند وئيلي دي چې دشورو په شپه ورته ضلعي انتظاميې دمدد درخواست کړى ؤ چې له دې وروستو دتيرو دوؤ ورځو راهسې سمندر څخه دمړو راويستو کې مدد ورکوي.

دسندهـ حکومت ددغه پيښې دپلټنو امر کړى چې مشري به يې ايډيشنل ائي جي غلام قادر تهيپو کوي ، چې ورته به په يو شواروز کې دننه حکومت ته راپور وړاندې کول وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG