لاس رسیدونکی لینک

کراچۍ:دپوليسو افسر وژل شوى،چاؤدنه کې څلور کسان ژوبل


دسرچينو ترمخه دکراچۍ دکورنگي چمړا چورنگي سره نزدې په موټر سائيکل سورو وسله والو تحقيقاتي افسر هاغه وخت په نخښه کړو کله چې هغه دخپل کور څخه تاڼې ته روان وؤ.

دپاکستان اقتصادي مرکز کراچۍ په کورنگي سيمه کې دنامعلومو وسله والو په ډزو دپوليسو يو افسر وژل شوى دى.

دسرچينو ترمخه دکراچۍ دکورنگي چمړا چورنگي سره نزدې په موټر سائيکل سورو وسله والو تحقيقاتي افسر هاغه وخت په نخښه کړو کله چې هغه دخپل کور څخه تاڼې ته روان وؤ.

دډزو له امله دپوليسو تحقيقاتي افسر عبدالرزاق سخت ژوبل شو اؤ دعلاج لپاره روغتون ته ورسول شو، خو هغه دزخمونو تاب رانۀ وړو اؤ دغلته يې ساه ورکړه.

دپيښې وروستو سيمې ته په گڼ شمير کې پوليس رسيدلي اؤ دپيښې پلټنې يې پيل کړي دي.

کراچۍ کې تقريباً دروزانه په بنياد دنسل، فرقې،مذهب، ژبې اؤ سياسي بنيادونو دغه شان هدفي پيښې رامينځته کيږي چې پکې دپوليسو په گډون په سلگونو خلک وژل شوي دي.

بل لوري ته دکراچۍ په ناظم اباد سيمه کې تيره شپه ديوې سنيما سره نزدې ولاړ گاډي کې شوې چاؤدنې څلور کسان ژوبل کړي دي.

راپورونه وائي چې ناظم اباد کې دمسرت سنيما سره نزدې گاډي کې دشوې دغه چاؤدنې غږ تر لرې لرې اوريدل شوى اؤ پوليسو چاؤدنه کې ژوبل شوي کسان نيولي اؤ دهغوي څخه يې تپوس پوښتنې شروع کړي دي.

XS
SM
MD
LG