لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دکراچۍ سمندر څخه د٢٠ؤ کسانو مړي راويستل شوي


 چارواکي وائي چې دسمندرپه غاړه دلمبلو په مهال دډوبو شوؤ ١٢ؤ کسانو مړي تيره شپه راويستل شوي اؤ دزيارت په سحر شپږ و بجو څخو دشروع شوؤ امدادي هلو ځلو په مهال نور مړي دهيلي کاپټر په ذريعه راويستل شوي دي.
چارواکي وائي چې دسمندرپه غاړه دلمبلو په مهال دډوبو شوؤ ١٢ؤ کسانو مړي تيره شپه راويستل شوي اؤ دزيارت په سحر شپږ و بجو څخو دشروع شوؤ امدادي هلو ځلو په مهال نور مړي دهيلي کاپټر په ذريعه راويستل شوي دي.

دپاکستان تر ټولو ستر ښار کراچۍ دسمندر په غاړه تيره ورځ دلمبلو په مهال دډوبو شوؤ ٢٣ؤ کسانو څخه د٢٠ؤ کسانو مړي راويستل شوي دي.

د نورو ډوبو شوؤ کسانو دراويستل کيدو لپاره هلې ځلې روانې دي چې پکې دهيلي کاپټرو څخه هم مدد اخستل کيږي.

چارواکي وائي چې دسمندرپه غاړه دلمبلو په مهال دډوبو شوؤ ١٢ؤ کسانو مړي تيره شپه راويستل شوي اؤ دزيارت په سحر شپږ و بجو څخو دشروع شوؤ امدادي هلو ځلو په مهال نور مړي دهيلي کاپټر په ذريعه راويستل شوي دي.

دشورو په ورځ داختر په دوهمه ورځ ٢٣ کسان دکراچۍ دسمندر په غاړه دلمبلو په مهال ډوب شوي وؤ، دسمندر په مختلفو برخو کې ډوبو شوؤ دغو کسانو دتيزو چپو تاب رانۀ وړى شو اؤ ساه يې ورکړې.

دمړو شوؤ کسانو مړي دکراچۍ جناح هسپتال ته رسول شوي چې پکې تر دې مهال ددريوؤ کسانو پيژندگلو نۀ ده شوې.

په وژل شوؤ کې يو ١٢ کلن هلک هم شامل دى چې دمنظر په نوم يې پيژندگلو شوې اؤ ددوؤ نورو هلکانو نومونه خضر اؤ سهراب ښودل شوي چې عمرونه يې د٢٠ؤ نه تر ٢٥ؤ کلونو دي.

چارواکي وائي چې کراچۍ کې دسمندرپه غاړه په لمبلو دکراچۍ کمشنر شعيب صديقي سږکال دجون په مياشت کې دفعه ١٤٤ لگولې وه ، خو خلکو داختر په خوشحالو کې ددغه پابندۍ پرواه نۀ ده کړې چې له امله يې دغه پيښه رامينځته شوې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG