لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ددير په حمله افغانستان ته دپاکستان سخت احتجاج


 دخارجه دفتر له لوري دشورو په ورځ دجاري شوي يو بيان ترمخه تيره شپه په کوز دير سيمه کې دپولې پورې غاړې څخه ترهه گرو دټري پامان اؤ انکل سر سيمو ترمينځ دامنيتي ځواکونو په پوسته حمله کړې.
دخارجه دفتر له لوري دشورو په ورځ دجاري شوي يو بيان ترمخه تيره شپه په کوز دير سيمه کې دپولې پورې غاړې څخه ترهه گرو دټري پامان اؤ انکل سر سيمو ترمينځ دامنيتي ځواکونو په پوسته حمله کړې.

پاکستان دشورو په ورځ دخيبرپښتونخوا په کوز دير سيمه کې دپولې پورې غاړې افغانستان څخه دتندلارو له لوري دپاکستاني پوځيانو په پوسته په شوې حمله افغانستان ته احتجاج کړى اؤ په دغه پيښه يې خارجه دفتر ته افغان ناظم الامور غوښتى دى.

دخارجه دفتر له لوري دشورو په ورځ دجاري شوي يو بيان ترمخه تيره شپه په کوز دير سيمه کې دپولې پورې غاړې څخه ترهه گرو دټري پامان اؤ انکل سر سيمو ترمينځ دامنيتي ځواکونو په پوسته حمله کړې.

بيان کې دعوه شوې چې پاکستاني پوځيانو دغه حمله په کاميابۍ سره په شا تمبولې اؤ لږ ترلږه ٧ ترهه گر يې وژلي اؤ ٩ يې ژوبل کړي دي.

دخارجه دفتر بيان کې دا هم وئيل شوي چې په دغه پيښه افغان ناظم الامور خارجه دفتر ته غوښتل شوى اؤ ورته سخت احتجاج شوى دى.

دبيان ترمخه په افغان چارواکو يوځل بيا زور راوړل شوى چې (دپاکستان په ضد) دپرله پسې حملو لپاره دپولې پورې غاړې دترهه گرو له لوري دافغان خاورې داستعماليدو د مخنيوي لړ کې دې موثره گامونه واخلي.

دخارجه دفتر دوياند ترمخه په داسې حال کې چې چې پاکستان شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد عملياتو" ضرب عضب" کې بوخت دى،دافغانستان له لوري ددغه هيواد په حدودو کې دموجودو ترهه گرو دځالو دختمولو لپاره کوټلې مرسته اړتيا ده.

تسنيم اسلم وئيلي چې پاکستان به دغه معامله دافغان چارواکو سره هم په لوړه کچه راپورته کوي،ترڅو په پاک افغان پوله امنيت نور هم غوره کړل شي.

په ١٢ مئ هم پاکستاني چارواکو دعوه کړې وه چې دافغانستان دپولې سره نزدې قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دافغانستان دکونړ ولايت څخه په لسگونو جنگيالي وراوړيدلي وؤ اؤ دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته يې درې پاکستاني پوځيان وژلي وؤ.

پاکستاني چارواکي وائي چې دشمالي وزيرستان په عملياتو کې يې تر دې مهاله د٥٠٠ؤ څخه زيات جنګيالي وژلي.

امريکائي اؤ افغان چارواکي تور لگوي چې ددغو عملياتو څخه دافغان طالبانو ډله حقاني نيټ ورک بچ وتلې .

پاکستان دا مني چې کيدى شي دعملياتو څخه دمخه شمالي وزيرستان څخه ځينې تندلاري تښتيدلي وي خو وائي چې هغوي دټولو ترهه گرو خلاف دکوم فرق نه بغير کارروائي ترسره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG