لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پنجاب : دفيس بُک په تصوير درې احمديان وژل شوي


راپورونه وائي دغه پيښه په شکمنه توگه ديو احمدي تن له لوري په فيس بُک دگستاخانه موادو دخپرولو وروستو دگوجرانوالې په عرافات کالونۍ کې دحيدري چوک سره نزدې رامينځته شوې ده.
راپورونه وائي دغه پيښه په شکمنه توگه ديو احمدي تن له لوري په فيس بُک دگستاخانه موادو دخپرولو وروستو دگوجرانوالې په عرافات کالونۍ کې دحيدري چوک سره نزدې رامينځته شوې ده.

دپاکستان دپنجاب صوبې په گوجرانواله سيمه کې پاريدلو خلکو دټولنيزو رابطو په ويب پاڼه فيس بک په شکمنه توگه دگستاخانه موادو دخپريدو وروستو داقليتي ډلې احمديانو پينځه کورونه سوځولي چې له امله يې ديوې ښځې اؤ دوؤ ماشومانو په گډون درې کسان وژل شوي اؤ څلور نور ژوبل شوي دي.

راپورونه وائي دغه پيښه په شکمنه توگه ديو احمدي تن له لوري په فيس بُک دگستاخانه موادو دخپرولو وروستو دگوجرانوالې په عرافات کالونۍ کې دحيدري چوک سره نزدې رامينځته شوې ده.

سرچينې وائي چې پاريدلو خلکو دهاغه احمدي تن په لټه کې يو کور ته اور ورته کړى ؤ چې په فيس بُک يې په شکمنه توگه يو گستاخانه تصويرشيئر کړى ؤ اؤ هغوي وروستو له هغې دقابو څخه ووتل چې په حصار کې داخستل شوي کور نه پرې ډزې وشوې.

راپورونه وائي چې نامعلومو ورانکارو په دغه مهال گڼ دوکانونه هم لوټلي اؤ ددې ترڅنگ په يو سوځيدلي کور کې يوه ښځه اؤ دوه ماشومان دننه گير شوي وؤ چې په وجه يې هغوي سخت زخمي شوي وؤ اؤ وروستو يې په يو مقامي هسپتال کې ساه ورکړه.

دغه پيښه کې ٩ کسان ژوبل شوي هم دي.

سي پي او وقاص نظير وئيلي دي چې امدادي ډلو اور پخپله قابو کې راوستى اؤ زياته کړې يې ده چې خلک خوارۀ وارۀ کړل شوي اؤ ددغه واقعې تحقيقات روان دي.

له دې وړاندې هم په بيلا بيلو وختونو کې دپاکستان په مختلفو سيمو کې اقليتي ورورولۍ سره تعلق لرونکي خلک دمذهب دسپکاوي په تور داولسي غضب سره مخ شوي اؤ وژل شوي دي.

په پاکستان کې داقليتي ورورولۍ دعامو وگړو ترڅنگ لوړپوړي حکومتي چارواکي دپنجاب پخوانى گورنر سلمان تاثير اؤ داقليتونو پخوانى وزير شهباز بهټي هم دمذهب دسپکاوي په تور وژل شوي وؤ.

.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG