لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سياسي ګوندونه اسلام اباد ته دپوځ په ورغوښتو انديښمن دي


 هغه وويل " داسې ښکاري چې حکومت دپاکستان تحريک انصاف د ١٤م اگست دمارچ په اړه پريشانه دى،مونږ دپوځ درابللو مخالفت کوؤ ځکه چې دغه فيصله دقوم په گټه نۀ ده"
هغه وويل " داسې ښکاري چې حکومت دپاکستان تحريک انصاف د ١٤م اگست دمارچ په اړه پريشانه دى،مونږ دپوځ درابللو مخالفت کوؤ ځکه چې دغه فيصله دقوم په گټه نۀ ده"

پاکستان کې مختلفو سياسي گوندونو اسلام اباد ته دپوځ ورغوښتو په حکومتي فيصله تنقيد کړى اؤ وئيلي يې دي چې دا هيواد کې مارشل لاء ته دبلنې ورکولو برابر گام دى.

داتوار په ورځ خپلو بيلو بيلو بيانونو کې دقومي وطن پارټۍ چئيرمين افتاب احمد خان شيرپاؤ، دپاکستان پيپلز پارټۍ صوبائي صدر خانزاده خان اؤ دپاکستان مسلم ليگ (ق) صوبائي صدر انتخاب خان چمکني اسلام اباد ته دپوځ دورغوښتو حکومتي فيصله غندلې اؤ دا يې دواکمنانو ناکامي بللې ده.

افتاب احمدخان شيرپاؤ وئيلي دي چې واکمنان په ويره کې دي اؤ هيڅ په بند نۀ پوهيږي چې دبحران مقابله څنگه وکړي اؤ يا دبيړني وضعيت مخه وکړي.

هغه وويل " داسې ښکاري چې حکومت دپاکستان تحريک انصاف د ١٤م اگست دمارچ په اړه پريشانه دى،مونږ دپوځ درابللو مخالفت کوؤ ځکه چې دغه فيصله دقوم په گټه نۀ ده"

پخواني داخله وزير شيرپاؤ دا هم وئيلي چې دغه فيصله ښائي حکومت په غيرپوځي قانون نافذونکو ادارو باور نۀ لري.

نوموړي وئيلي چې " زمونږ قانون نافذونکې ادارې دامن دپځايې ساتلو پوره توان لري اؤ ددغه شان معاملې په قابو کې دراوستو لپاره دپوځ راغوښتو ضرورت نشته"

دپي پي پي صدر خانزاده خان هم اسلام اباد ته دپوځ راغوښتو دحکومتي فيصلې سخت مخالفت کړى اؤ دغه فيصله يې دحکومت ناکامي بللې ده،هغه دداخله وزير چوهدري نثارعلي خان څخه ددغه ناکامۍ دمنلو اؤ استعفي ورکولو غوښتنه هم کړې ده.

هغه وئيلي دي چې " که چرې داخله وزير داسلام اباد دقابو کولو جوگه نۀ دى ،نو هغه په ټول ملک کې څنگه حالات قابو کولى شي؟ " اؤ زياته کړې يې ده چې دهغه گوند به ددغه شان غيرجمهوري فيصلې مخالفت کوي.

خانزاده خان وئيلي دي چې گوند يې کله هم دکوم غيرجمهوري حکومت ملاتړ نۀ دى کړى ځکه چې پي پي پي په هيواد کې دجمهوريت دمضبوطۍ لپاره تل قربانۍ ورکړي، خو ددې مطلب دا نۀ دى چې حکومت به دسياسي لاريونونو دمخنيوي لپاره پوځ راغواړي.

دپي پي پي دغه مشر دپي ټي ائي دمشر عمران خان څخه هم دلانگ مارچ اؤ احتجاج دسياست څخه ډډې کولو غوښتنه کړې اؤ په هغه يې غږ کړى چې دخيبرپښتونخوا داولس خدمت ته دې پام وگرځوي.

هغه په وفاقي حکومت دشمالي وزيرستان دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو لوري ته هم دتوجو گرځولو لپاره زور راوړى اؤ وئيلي يې دي چې هغوي ته دې بنيادي اسانۍ ورکړل شي.

دپاکستان مسلم ليگ (ق) صوبائي صدر انتخاب خان چمکني وئيلي دي چې دائين ارټيکل ٢٤٥م دبهرني جارحيت يا دجنگ پشان صورتحال کې نافذيدلى شي خو په موجوده حالاتو کې دغه شان امکان نۀ ؤ.

هغه وئيلي دي چې په خيبرپښتونخوا کې دجنگ پشان صورتحال دى خو دارټيکل ٢٤٥ داستعمالولو تجويز يې کله هم مخې ته نۀ دى راوړى.

دپي ايم ايل(ق) مشر وئيلي دي چې " مونږ دوفاقي حکومت دفيصلې غندنه کوؤ اؤ ټولو سياسي اؤ مذهبي گوندونو څخه غوښتنه کوؤ چې په هيواد کې دجمهوريت دبقاء لپاره پخپل مينځ کې لاسونه يو کړي. "

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG