لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې داخترتيارۍ مکمل خو په اختر اختلاف


سعودي عرب، افغانستان اؤ يو شمير نورو هيوادونو کې هم د گل په ورځ د وړوکي اختر د کولو امکان دى.
سعودي عرب، افغانستان اؤ يو شمير نورو هيوادونو کې هم د گل په ورځ د وړوکي اختر د کولو امکان دى.

په پاکستان کې د نور کله په څير دا ځل هم د وړوکي اختر په بيلابيلو ورځو د ويشل کيدو امکان پيدا شوى دى. د پيښور د مقامي علماؤ د مياشت ليدنې د کميټۍ غونډه د اتوار په ماښام قاسم علي خان جومات ته راغوښتل شوې اؤ ټاکل شوې دسرکاري کميټې غونډه به د گل په ورځ کيږي.

کۀ چرې نن د ماښام څخه وروستو د مياشت ليدنې په اړه قاسم علي خان جومات ته شهادتونه ورسيږي نو د گل په ورځ به دخيبرپښتونخوا صوبې په يو شمير سيمو کې وړوکى اخترنمانځل کيږي اؤ کۀ مياشت ونۀ ليدل شوه نو اختر به بيا د حکومتي کميټې د اعلان په اساس د نهې په ورځ کولى شي.

ماشومان اختر دپاره د نکريزو اؤ بنگړو په يو سټال ولاړ دي
ماشومان اختر دپاره د نکريزو اؤ بنگړو په يو سټال ولاړ دي

دپاکستان د موسمياتو محکمې د وړاندې څخه پيشنگويي کړې ده چې د گل په ورځ به دشعبان مياشت په اسانۍ سره په نظر راځي.

په سعودي عرب، افغانستان اؤ يو شمير نورو هيوادونو کې هم د گل په ورځ د وړوکي اختر د کولو امکان دى.

په پاکستان کې زياتره خلکو د اختر دپاره خپلې تيارۍ سرته رسولي اؤ دخيبرپښتونخوا زياتره بازارونه د خلکو په رش دومره ډک شوي چې د پښې ايښودو ځايې پکې نشته .

دپيښور په بازارونو کې ددغه سيوا شوي رش له امله پوليس هم داولس امنيت نيولو ته چمتو شوى دى او دوړوکي اختر په موقع يې په پيښور ښار کې دترهه گرۍ دڅه رقم ناوړه پيښې دمخنيوي لپاره امنيتي پلان جوړ کړى دى.

يو ماشوم په سټال عيد کارډ خوښوي
يو ماشوم په سټال عيد کارډ خوښوي

دپيښور ښار دپوليسو مشر يا ايس ايس پي نجيب الرحمان وائس اف امريکه ډيوه ريډيو ته وئيلي داختردرانزدې کيدو سره سم په ټولو مهمو او لويو بازارونو کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي او ښار ته په غځيدلو لارو کلک نظر ساتل کيږي.

دهغه وينا وه په مختلفو بازارونو کې دجرمونو دمخنيوي دپاره په وردۍ اؤ سپينو جامو کې پوليس لگول شوي دي ، چې هغوي په شکمنو کسانو ژور نظر لري. اؤ هيله ده داختر په موقعه به کومه ناخوشگواره پيښه رامينځته نۀ شي.

يوه ماشومه د اختر دپاره بنگړي اچوي
يوه ماشومه د اختر دپاره بنگړي اچوي

په پاکستان کې سږکال د وړوکي اختر خوشحالۍ په داسې حال کې نمانځل کيږي چې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې پوځ د جنگيالو په ضد په پراخه کچ عمليات پيل کړي اؤ ددغو عملياتو له امله د شمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي خواوشا لس لکه کسان د خپلو سيمو څخه بې کوره شوي دي.

دغه کډوال چې د خيبرپښتونخوا په بيلابيلو سيمو کې به د کډوالۍ په کميپونو يا د خپلو خپلوانو کره اختر تيروي زيات خفه دي اؤ د غواړي د اختر خوشحالي په خپلو کورونو کې تيره کړي.

دشمالي وزيرستان سره تعلق لرونکي فردوس جمال نومې يو زلمي چې دا مهال په پيښورکې د کډوالۍ شپې ورځې تيروي وائس اف امريکا ډيوه راډيو ته وئيلي زمونږ هيڅ نه دي پکار، بس غواړو چې خپلو د خټو کورونو ته بيا لاړ شو ، دغه به زمونږ اختر هم وي اؤ زمونږ هرڅۀ هرڅۀ هم

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG