لاس رسیدونکی لینک

کابل : چاؤدنه کې افغان عسکر وژل شوى


چارواکي وائي چې دغه چاؤدنه په عبدالحق سکوئير کې سحر اووۀ بجې رامينځته شوې ده.

دافغانستان پلازمينه کابل کې دخالي په ورځ يوه بمي چاؤدنه کې يو افغان پوځي وژل شوى اؤ دهغه ډرائيور ژوبل شوى.

چارواکي وائي چې دغه چاؤدنه په عبدالحق سکوئير کې سحر اووۀ بجې رامينځته شوې ده.

دکابل دپوليسو وياند حشمت الله ستانکزئي وئيلي دي چې دغه چاؤدنه دافغان پوځ په ګاډي کې دمقناطيسي بم په وجه شوې ده.

ددغه پيښې دپيښې ذمه واري چا په غاړه نۀ ده اخستې خو په تيرو وختونو کې طالبانو په بهرنو اؤ مقامي عسکرو دحملو ذمه واري په غاړه اخستې.

دافغانستان په بيلا بيلو برخو کې دتيرو څو اوونو راهسې ترهه ګريزو حملو کې زياتوالى راغلى.

دجمعې په ورځ هم غور ولايت کې وسله والو جنګيالو ددوؤ ګاډو څخه خلک راکوز کړي وؤ اؤ دښځو اؤ ماشومانو په ګډون يې ١٤ مسافر وژلي وؤ.

XS
SM
MD
LG