لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امريکا پاکستان ته وئيلي دحقاني جنگيالي بيا اوسيدو ته مۀ پريږدئ


په امريکا کې دپاکستان سفير جليل عباس جيلاني چې په دغه موقع دايگرز ترڅنگ ناست ؤ ومنله چې دحقاني نيټ ورک جنگيالي دپوځي عملياتو نه مخکې ځکه تښتيدلي چې دغه عمليات دمخکې نه اعلان شوي وؤ.
په امريکا کې دپاکستان سفير جليل عباس جيلاني چې په دغه موقع دايگرز ترڅنگ ناست ؤ ومنله چې دحقاني نيټ ورک جنگيالي دپوځي عملياتو نه مخکې ځکه تښتيدلي چې دغه عمليات دمخکې نه اعلان شوي وؤ.

امريکا دپاکستان په حکومت زور راوړى چې په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو پايې ته درسيدو نه وروستو دې دحقاني نيټ ورک جنگيالي بيا دهغوي په روايتي ځاله(شمالي وزيرستان) کې اوسيدو نۀ پريږدي.

حقاني نيټ ورک دپاکستان دسرحدي سيمو نه بهر خپل فعاليتونه ترسره کوي اؤ په دغه ډله افغانستان کې دنيټو اؤ افغان ځواکونو په ضد دگڼو خونړو حملو ترسره کولو تور دى.

دسپينې ماڼۍ دقومي سلامتۍ دکونسل دپاکستان اؤ افغانستان لپاره سينئر ډائريکټر جيفري ايگرز په کولاراډو کې يو سيکورټي فورم ته دوينا په مهال ومنله چې حقاني نيټ ورک بې ځايه اؤ بې ترتيبه کړل شوى خو زياته يې کړه چې بايد هغوي په دغو تاريخي علاقو کې يوځل بيا يوځايې ته دراټوليدو اؤ اوسيدو ته پرې نښودل شي.

امريکا دډير وخت نه په پاکستان شمالي وزيرستان کې دموجودو حقاني نيټ ورک دجنگيالو په ضد دعملياتو کولو غوښتنه کړې اؤ اسلام اباد دريځ لري چې هغوي په دغو عملياتو کې دحقاني نيټ ورک په گډون ټول تندلاري په نخښه کوي.

په امريکا کې دپاکستان سفير جليل عباس جيلاني چې په دغه موقع دايگرز ترڅنگ ناست ؤ ومنله چې دحقاني نيټ ورک جنگيالي دپوځي عملياتو نه مخکې ځکه تښتيدلي چې دغه عمليات دمخکې نه اعلان شوي وؤ.

خو جيلاني په دې خبره هم زور راوړو چې دپولې پورې غاړې افغانستان کې هم دتښتيدلو جنگيالو په ضد به نور گامونه اخستل وي.

هغه وويل " مونږ ښه مرسته لرو، خو زما په خيال دکاميابو ددائم ساتلو دباوري کولو لپاره څه نور څه کولو ته ضرورت دى. "

په دغه موقع په واشنگټن کې دافغانستان استازي اکليل حکيمي تور ولگولو چې دهغه معلومات په ډاگه کوي چې دحقاني نيټ ورک جنگيالي په پاکستان کې محفوظه لاره لري اؤ دپاکستان دننه کوم بل ځايې ته ځي.

په افغانستان کې دامريکا اؤ نيټو ځواکونو مشر پاتې شوي دڅلورو ستورو(ر) جنرال جان ايلن په تيرو وختونو کې دحقاني نيټ ورک دتعقيب کولو په اړه دپاکستان په خواهش شک څرگند کړو اؤ وې وئيل کله چې هغه هلته کمانډر ؤ نو حقاني نيټ ورک يې ٥٠٠ عسکر زخمي کړي يا وژلي وؤ اؤ دشمالي وزيرستان کارروائيو کې هغوي هر وخت بچ شوي.

امريکائي قانون سازانو خبردارى ورکړى که پاکستان ته به دحقاني نيټ ورک دجنگيالو په ضد کارروائي کول وي گنې بل صورت کې به دلکونو ډالرو امريکائي پوځي امداد بائيلي.

ايگرز وويل چې اوس مهال به دا خبره زياته اهمه وي چې دعملياتو پايې ته درسيدو نه وروستو به ايا دحقاني نيټ ورک جنگيالو ته خوندي ځاله ورکړل شي که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG