لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو ايجنسي : بمي چاؤدنه کې دطالب کمانډر په گډون پينځه جنگيالي وژل شوي


 دسرچينو وينا ده چې دغه چاؤدنه داورکزو ايجنسۍ په ميله سيمه کې ديوې ودانۍ دننه شوې چې له امله يې دغه وداني هم تباه شوې ده.
دسرچينو وينا ده چې دغه چاؤدنه داورکزو ايجنسۍ په ميله سيمه کې ديوې ودانۍ دننه شوې چې له امله يې دغه وداني هم تباه شوې ده.

سرچينې وائي دجمعې په ورځ دپاکستان د قبائيلي سيمه کوزې اورکزو ايجنسۍ کې شوې يوه بمي چاؤدنه کې ديو مهم طالب کمانډر په گډون پينځه تندلاري وژل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې دغه چاؤدنه داورکزو ايجنسۍ په ميله سيمه کې ديوې ودانۍ دننه شوې چې له امله يې دغه وداني هم تباه شوې ده.

سرچينې زياتوي چې په دغه چاؤدنه کې وژل شوؤ پينځوؤ تندلارو کې يو مهم طالب کمانډر عامر سلام هم شامل دى.

باور کيږي اورکزو ايجنسي کې په گڼ شمير تندلاري موجود دي اؤ دغه سيمه په شمالي وزيرستان کې دډرون په يوه حمله کې دطالبانو دپخواني مشر حکيم الله محسود دوژل کيدو څخه دمخه دهغه يوه مضبوطه ځاله گڼلى شوه

په تيرو وختونو کې پاکستاني پوځيانو په دغه سيمه کې دتندلارو په ضد کارروايۍ کړي اؤ دعوه يې کړې چې دبره اؤ کوزې کرمې ايجنسۍ څخه يې تندلاري بې ځايه کړي دي.

بل لوري ته دشمالي وزيرستان په غلام خان سيمه کې هم يوه بمي چاؤدنه کې دوه عسکر وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ دتيرې مياشتې راهسې شمالي وزيرستان ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات پيل کړي چې پکې يې دسلگونو جنگيالو دوژلو اؤ دهغوي دشلگونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې خو سيمې پورې دميډيا درسد دنشتوالي له امله په ازادانه ډول دغه جگړه کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG