لاس رسیدونکی لینک

کليوال ژوند په عکسونو کې

د کلي ژوند کۀ ډير ساده وي خو د سکون،ارام اؤ خوږو ډک وي ،دکلي ارمان هله بنده له ورشي کله چې دخپل کلي نه مسافرشي. دښار دتيز رفتاره مشيني ژوند دننه کۀ اسانۍ ډيرې وي خو هربنده يې دومره په منډه کړى وي چې په دغه منډه کې يې زړگى ستړى ستړى وي اؤ غواړي چې کله به دمه اؤ سکون اومومي. اکثر خلک چې دکلو څخه ښاريو کې ژوند اختيار کړي نو د ژوند په يو ډگر ارومرو ارمان کوي چې کاش بيايې يو ځل دخپل کلي ساده باده دسکون ډک ژوند نصيب شي. دغه کليوال ژوند دهر قسمه مکر،فريب،دوکو اؤ دوه رنگۍ څخه داسې پاک وي لکه دښارونو په پرتله چې کلي د دوړو،شور اؤ لوگو څخه پاک وي. ديو بل په درد درديدل،گډه غم ښادي،دسختې په وخت يو بل له لاس ورکول د کليوال ژوند خاصه گڼل کيږي. دښار خلک کۀ د ژوند د ډيرو ضرورتونو اؤخواهشاتو پوره کولو دپاره شپه ورځ ناقراره اؤ په منډه وي نو د کلي خلک خپل محدود خواهشات هيڅ کله ناقرارتيا ته نۀ ورکوي. د ورځې په پټو کې کرکرونده،مال له گياه کول اؤ دشپې حجرې ته راټوليدل دکليوال ژوند هاغه عکس دى چې دخپل کلي نه د بې کوره شوؤ مسافرو په سترگو کې لکه د خوب غړيږي. دکليوال ژوند دغه خوارۀ وارۀ رنگونه په دې عکسونو کې ليدلى شئ
د تفصیل ښودنه

ماشومان د کلي په ډاگه کې کرکټ کوي
1

ماشومان د کلي په ډاگه کې کرکټ کوي

د کلي د يو کچه کور مخې ته ولاړه ټرالي د سوچه کليوال ماحول عکاسي کوي
2

د کلي د يو کچه کور مخې ته ولاړه ټرالي د سوچه کليوال ماحول عکاسي کوي

د کرونده گرې کورنۍ د کور مخې ته ولاړ څاروي
3

د کرونده گرې کورنۍ د کور مخې ته ولاړ څاروي

د پټو په منځ کې وتلې کچه لاره
4

د پټو په منځ کې وتلې کچه لاره

نور کتل

XS
SM
MD
LG