لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : بمي چاؤدنه کې ٩ کسان وژل شوي،٢٤ ژوبل


دوالي وياند سنت الله تيمور ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي چې چاؤدنه داولسوالۍ په مرکزي بازار کې رامينځته شوې اؤ زياته کړې يې ده چې هدف يې دافغان سيمه ييزو پوليسو يو کاروان ؤ خو په موټر سائيکل ايښودل شوي بارود دوخت نه وړاندې چاؤديدلي.

چارواکي وائي دزيارت په ورځ دافغانستان دشمالي ولايت تخار په خواجه غار اولسوالۍ کې شوې يوه بمي چاؤدنه کې ديوې جينۍ په گډون لږ ترلږه ٩ کسان وژل شوي اؤ ٢٤ نور ژوبل شوي دي.

دوالي وياند سنت الله تيمور ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي چې چاؤدنه داولسوالۍ په مرکزي بازار کې رامينځته شوې اؤ زياته کړې يې ده چې هدف يې دافغان سيمه ييزو پوليسو يو کاروان ؤ خو په موټر سائيکل ايښودل شوي بارود دوخت نه وړاندې چاؤديدلي.

دپيښې په اړه دسيمه ييز حکومت يو وياند عبدالخليل حفيظ وئيلي دي چې " په موټر سائيکل پسي تړلي چاؤديدونکي مواد په خواجه غاراولسوالۍ کې سحر شل منټه دپاسه په لس بجې الوتلي چې په وجه يې پينځه کسان وژل شوي اؤ ٢١ نور ژوبل شوي دي. "

خو دتخار دعامې روغتيا دروغتون مشر ډاکټر حفيظ الله پيښه کې د٩ؤ کسانو دوژل کيدو اؤ ٢٤ؤ دژوبل کيدو پخلى کړى.

دولايتي پوليسو يو وياند وائي چې چاؤدنه هاغه مهال رامينځته شوه کله چې په بازار کې خلک دروژه ماتي اؤ اختر لپاره دسودا په اخستو بوخت وؤ.

ددغه چاؤدنې پړه تردې مهاله چا نۀ ده منلې، خو طالب جنگيالو خبردارى ورکړى چې دسږکال تر اخره افغانستان نه دامريکائي پوځيانو دوتلو نه مخکې به هغوي دهيواد مختلفو برخو کې په بهرنو ځواکونو خپلو حملو کې تيزوالى راولي.

XS
SM
MD
LG