لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:په پوليسو حملو کې يو عسکر وژل شوى،ډي ايس پي ژوبل

دپوليسو ترمخه دپيښور دبډه بيرې تاڼې په حدودو کې ډي يس پي عابدالرحمان دمعمول مطابق په گزمه بوخت وؤ چې په شين دران سيمه کې دهغه په گاډي نامعلومو وسله والو ډزې وکړې چې له امله يې ډي ايس پي اؤ دهغه ډرائيور ژوبل شول.

دشورو په ورځ دپاکستان دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دنامعلومو وسله والو دډزو له امله يو پوليس وژل شوى اؤ دپوليسو يو افسر ژوبل شوى دى.

دپوليسو ترمخه دپيښور دبډه بيرې تاڼې په حدودو کې ډي يس پي عابدالرحمان دمعمول مطابق په گزمه بوخت وؤ چې په شين دران سيمه کې دهغه په گاډي نامعلومو وسله والو ډزې وکړې چې له امله يې ډي ايس پي اؤ دهغه ډرائيور ژوبل شول.

دپيښې وروستو سيمې ته امدادي ډلې ورسيدې اؤ ژوبل شوى ډي ايس پي اؤ دهغه ډرائيور يې دپيښور ليډي ريډنگ هسپتال ته رسولي.

سرچينې وائي چې په دغه حمله کې ډي ايس پي عبدالرحمان معمولي ژوبل شوى.

همدغه شان پوليس وائي دپيښور په شاه قبول سيمه کې هم په موټر سائيکل سورو نامعلومو وسله والو يو پوليس عسکر عليم خان وژلى دى.

دپاکستان دپوځ لخوا قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو په ضد دعملياتو پيل کولو څخه راپديخوا دهيواد په بيلا بيلو برخو اؤ ځانگړې توگه خيبرپښتونخوا صوبه کې په امنيتي ځواکونو بريدونو کې اضافه راغلې ده.

تيره اوونۍ هم دپيښور په پشتخره اؤ وزيرباغ سيمو کې وسله والو په پوليسو حملې کړې وې چې پکې څلور پوليس وژل شوي وؤ.

پيښور کې دتيرو دوؤ اوونو راهسې دهدفي وژنو په بيلا بيلو پيښو کې لږ ترلږه ٧ پوليس عسکر وژل شوي اؤ ١٠ نور ژوبل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG