لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې ١٣ جنگيالي وژل شوي


 سرچينې وائي دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شپږو ځالو دجيټ الوتکو نه بمباري کړې.
سرچينې وائي دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شپږو ځالو دجيټ الوتکو نه بمباري کړې.

دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشورو په ورځ دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په شکمنو ځالو شوې بمبارۍ کې لږ ترلږه ١٣ جنگيالي وژل شوي اؤ دهغوي شپږ ځالې تباه شوي دي.

سرچينې وائي دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې امنيتي ځواکونو دتندلارو په شپږو ځالو دجيټ الوتکو نه بمباري کړې.

ددغه تازه کارروايۍ په نتيجه کې دتندلارو شپږ ځالې تباه شوي اؤ ١٣ جنگيالي وژل شوي دي.

په شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په ١٥م جون دپيل کړل شوؤ عملياتو له امله په لکونو خلکو دخيبرپښتونخوا خوندي سيمو،بنو،ډيره اسماعيل خان پيښور اؤ نورو علاقو ته کډې کړي دي.

تيره ورځ اسلام اباد کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال پاکستان دسرحداتو وزير عبدالقادر بلوچ وئيلي وؤ چې تر دې مهاله دشمالي وزيرستان لس لکه کډوال درج کړل شوي دي.

دميډيا راپورونو کې دعوه شوې وه چې تيره اوونۍ دشمالي وزيرستان په شوال سيمه کې ترسره شوؤ فضائي حملو کې گڼ شمير اولسي وگړي وژل شوي وؤ چې پکې ٢٠ ښځې اؤ ١٠ ماشومان هم شامل وؤ.

خو عبدالقادر بلوچ دغه دعوه هم رد کړې وه اؤ وئيلي يې وؤ" په شوال کې لږ ډير اولسي وگړي شته، خو زۀ باور ورکووم چې داولسي وگړو دمرگ ژوبلې اطلاعات نشته"

دپاکستان پوځ دشمالي وزيرستان په عملياتو کې تر دې مهاله د٤٥٠ؤ څخه دزياتو تندلارو دوژلو اؤ د٢٦ؤ پوځيانو دوژل کيدو پخلى کړى ، خو سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه ډول دغو عملياتو کې دواړو اړخونو ته داوښتې مرگ ژوبلې پخلى نۀ شي کيدى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG