لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خواجه اصف: دشمالي وزيرستان دعملياتو له امله ترهه گر په تيښته دي


 دخالي په ورځ په ورځ په يو بيان کې ددفاع وزير خواجه اصف دعوه کړې چې پوځ په شمالي وزيرستان کې دترهه گرود " کمانډ اينډ کنټرول" مرکز ختم کړى دى.
دخالي په ورځ په ورځ په يو بيان کې ددفاع وزير خواجه اصف دعوه کړې چې پوځ په شمالي وزيرستان کې دترهه گرود " کمانډ اينډ کنټرول" مرکز ختم کړى دى.

دپاکستان ددفاع ددفاع وزيرخواجه محمد اصف وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو" ضرب عضب" له امله ترهه گر په تيښته دي اؤ په ټول هيواد کې به ددغو تيښته کوونکو ترهه گرو تعقيب کولى شي.

دخالي په ورځ په ورځ په يو بيان کې ددفاع وزير خواجه اصف دعوه کړې چې پوځ په شمالي وزيرستان کې دترهه گرود " کمانډ اينډ کنټرول" مرکز ختم کړى دى.

خواجه اصف وئيلي دي چې رياست به په ټولو صوبو کې دترهه گرو تعقيب کوي اؤ دتندلارو دنيټ ورک خاتمه به باوري کوي.

ددفاع وزير وئيلي دي ترهه گر چې چرته هم پټ وي وسله وال پوځونه به دهغوي تعقيب کوي اؤ زياته کړې يې ده چې دتندلارو نيټ ورک په تُندۍ سره ختمولى شي چې له امله يې هغوي دتيښتې لاره خپلوي.

هغه وئيلي په يو جمهوري هيواد کې دتندلاريتوب اؤ ترهه گرۍ لپاره هيڅ گنجائش نۀ وي اؤ زياته کړې يې ده چې دترهه گريزو حملو دمخنيوي لپاره داستخباراتي اؤ امنيتي ادارو ترمينځ همکاري نوره هم مضبوطه کړل شوې ده.

دپاکستان پوځ دجون په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد وروستو له هغې پوځي عمليات پيل کړل چې يوه اوونۍ دمخه دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه واخسته، پوځ وائي په دغو عملياتو کې د٤٥٠ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي، خو دازادو سرچينو څخه دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG