لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : دډرون حمله کې ١١جنگيالي وژل شوي


داستخباراتي سرچينو ترمخه سحر وختي دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې(ډرون) څخه دشمالي وزيرستان ددته خيل تحصيل په ډوگه مډاخيل سيمه کې په يوه ودانۍ ١١ ميزائيلونه داغل شوي دي.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دخالي په سحر وختي ترسره شوې دډرون حمله کې لږ ترلږه ١١جنگيالي وژل شوي چې پکې ځينې مهم طالب کمانډران هم شامل دي.

داستخباراتي سرچينو ترمخه سحر وختي دبې پائيلټه جاسوسي الوتکې(ډرون) څخه دشمالي وزيرستان ددته خيل تحصيل په ډوگه مډاخيل سيمه کې په يوه ودانۍ ١١ميزائيلونه داغل شوي دي.

سرچينې وائي په دغه بريد کې لږ ترلږه ١١ جنگيالي وژل شوي چې پکې ځينې مهم دپاکستاني طالبانو دتحريک مهم کمانډران هم شامل دي.

دسرچينو وينا ده چې دډرون په دغه حمله کې دوژل شوؤ تندلارو تعلق دپاکستاني طالبانو دتحريک دپنجابي ډلې سره ؤ.

درې ورځې دمخه هم دشمالي وزيرستان په دته خيل سيمه کې ترسره شوې يوه حمله کې ١٨ کسان وژل شوي وؤ.

همدغه شان په ١٠مه جولا ئي دشمالي وزيرستان دته خيل تحصيل کې شوې دډرون حمله کې ٧، په ١٨م جون ميرانشاه کې شپږ اؤ په ١٢م جون دوؤ غبرگون دډرون حملو کې ١٦ کسان وژل شوي وؤ.

دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان دغه قبائيلي سيمه تر کلونو دالقاعده سره دتعلق لرونکو مقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو يوه محفوظه ځاله پاتې شوې اؤ په تيرو وختونو کې افغان اؤ امريکائي چارواکو پاکستان څخه دغلته دپوځي عملياتو پيل کولو غوښتنه هم کړې وه.

پاکستان که هر څو پخپله خاوره دډرون حملې دملي خپلواکۍ، بشري حقونو اؤ ترهه گرۍ په ضد روانه جگړې لپاره تاوان گڼي خو امريکائي چارواکي وائي چې دتندلاريتوب په ضد هڅو کې ډرون حملې يوه موثره وسله ثابتيږي.

دپاکستان دپوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد دپوځي عمليات پيل کړي اؤ ددغو عملياتو پيل کيدو سره سم شمالي وزيرستان کې دډرون حملو کې هم زياتوالى راغلى ، خو دپاکستان خارجه دفتر دريځ لري چې شمالي وزيرستان کې دروانو پوځي عملياتو اؤ ډرون حملو ترمينځ هيڅ تړاؤ نشته.

دپاکستان پوځ دشمالي وزيرستان عملياتو کې د٤٥٠ ؤ خخه دزياتو ترهه گرو دوژلو اؤ دهغوي دلسگونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې خو سيمې پورې دميډيا درسد دمحدودتيا له امله په ازادانه توگه دغه شميره نۀ شي تصديق کيدى.

XS
SM
MD
LG