لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نواز شريف ته جي ايچ کيو کې په "ضرب عضب" حال احوال تير کړل شوى


 نواز شريف دغلته په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دځانونو قربانو ورکوونکو عسکرو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړي.
نواز شريف دغلته په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دځانونو قربانو ورکوونکو عسکرو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړي.

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف دزيارت په ورځ راولپينډۍ کې دپوځ دجنرل هيډکوارټرز( جي ايچ کيو) دوره کړې ده اؤ دغلته ورته پوځي چارواکو قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په روانو عملياتو"ضرب عضب" حال احوال تير کړل شوى دى.

دپاکستان دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف جي ايچ کيو ته په رسيدو وزيراعظم نواز شريف ته هرکلى وئيلى اؤ پوځي چارواکو هغه ته په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو عملياتو " ضرب عضب" په اړه حال احوال تير کړى.

دپاکستان وزيراعظم دجي ايچ کيو دغه دوره په داسې حال کې کړې چې ددغه هيواد په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد پوځي عمليات روان دي چې پکې پوځ د٤٥٠ؤ څه دزياتو ترهه گرو دوژلو اؤ دهغوي دلسگونو ځالو دتباه کولو دعوه کړې ده.

همدغه شان وزيراعظم هيواد کې په مجموعي امنيتي اؤ دپوځ په پيشه وارانو چارو هم خبر کړل شوى دى.

نواز شريف دغلته په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد روانو عملياتو کې دځانونو قربانو ورکوونکو عسکرو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړي.

پاکستاني وزيراعظم دهيواد ددفاع لپاره دځانونو دقربانو ورکړل کيدونکو عسکرو ته دعقيدت پيرزوئينې وړاندې کړې اؤ دترهه گرۍ په ضد روانه جگړه کې يې په ترلاسه کړو کاميابو دهغوي ستائينه کړې.

دجي ايچ کيو ددغه دورې په مهال وزيراعظم سره دپاکستان دکورنو چارو وزير چوهدري نثارعلي خان،ددفاع وزير خواجه اصف، دخزانې وزير اسحاق ډار،دوزيراعظم ځانگړى مشاور سرتاج عزيز اؤ طارق فاطمي هم موجود وؤ.

بل لوري ته دگډو ځواکونو دکميټۍ مشر جنرال راشد محمود هم نن پاکستاني وزيراعظم سره ليدنه کړې اؤ هغه سره يې دملکي اؤ سيمه ييزې سلامتۍ په چارو خبرې اترې کړي دي.

سرچينې وائي وزيراعظم په دغه موقع باور ورکړى چې دوسله والو پوځونو ټول ضرورتونه به پوره کولى شي.

نواز شريف جنرل راشيد محمود ته وويل دسيمې اؤ دټولې نړۍ دامنيتي صورتحال په نظر کې نيولو سره دهيواد مضبوطه دفاع دوخت ضرورت دى.

جنرل راشيد وزيراعظم ته دهيواد دوسله والو پوځونو اؤ امنيتي صورتحال په اړه حال احوال تير کړو.

سرچينې وائي په دغه موقع دهيواد ددفاعي اثاثو اؤ دهغې دامنيت په اړه هم په بيلا بيلو چارو غور وش اؤ جنرال راشد وزيراعظم ته وويل چې دپاکستان ايټمي اثاثې بيخي محفوظې دي.

ددې ترڅنگ په دغه موقع قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ بهرنو ترهه گرو په ضد دپوځ لخوا په روانو پوځي عملياتو هم خبرې اترې شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG