لاس رسیدونکی لینک

نواز شريف وائي پوځ دهيواد دمستقبل جنگ کوي


نواز شريف وويل " پوځ دهيواد دمستقبل، ثبات اؤ امن لپاره جنگ کوي اؤ دهغوي ټول ضرورتونه به پوره کولى شي"

دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف دشورو په ورځ وزيراعظم نواز شريف سره ليدنه کړې اؤ هغه ته يې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو" ضرب عضب" په اړه حال احوال تير کړى دى.

جنرال راحيل وزيراعظم سره دغه ليدنه په داسې حال کې کړې چې هم دشورو په ورځ دپاکستاني پوځ مطبوعاتي څانگې ائي ايس پي ار شمالي وزيرستان کې دجيټ الوتکو څخه ترسره شوې بمبارۍ کې د٣٥ؤ تندلارو دوژل کيدو دعوه کړې ده.

سرچينې وائي ددغه ليدنې په مهال جنرال راحيل نواز شريف دشمالي وزيرستان عملياتو کې تر دې مهاله دترلاسه کړل شوؤ هدفونو، تندلارو څخه دپاکو کړل شوؤ سيمو اؤ په دغو عملياتوکې دنيول شوؤ اؤ وژل شوؤ تندلارو په اړه خبر کړى دى.

نواز شريف وويل " پوځ دهيواد دمستقبل، ثبات اؤ امن لپاره جنگ کوي اؤ دهغوي ټول ضرورتونه به پوره کولى شي"

وزيراعظم وويل چې حکومت به دشمالي وزيرستان څخه دبې کوره شوؤ خلکو بيرته خپلو کورونو ته دواپسۍ پورې په ارام نۀ کښيني اؤ زياته يې کړه چې په دې لړ کې به ټولې وسيلې کارولى شي.

سرچينې زياتوي وزيراعظم دشمالي وزيرستان په عملياتو کې دپوځي هڅو اؤ دوژل شوؤ عسکرو دقربانو ستائينه وکړه.

XS
SM
MD
LG