لاس رسیدونکی لینک

باجوړ:دامنيتي ځواکونو اؤ امن لښکرگډو عملياتو کې دوه جنگيالي وژل شوي


دنهې په ورځ دباجوړ دماموندو قبيلې يوې جرگې دپوليټيکل ايجنټ جبار شاه اؤ يو پوځي مشر بريگيډئير حيدر سره ليدنه کړې.

سرچينې وائي دافغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دشورو په ورځ دامنيتي ځواکونو اؤ دمقامي امن لښکر په يوه گډه کارروايۍ کې دوه شکمن تندلاري وژل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې دباجوړ ايجنسۍ په ماموند تحصيل کې کرفيو پځايې کړل شوې اؤ امنيتي ځواکونو دپوليټيکل انتظاميې اؤ مقامي قبائيلو په ملاتړ سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي دي.

تيره ورځ دپاکستان پوځ باجوړ ايجنسۍ کې دتندلارو په ضد وروستو له هغې پوځي عمليات ځنډولي چې پوځي چارواکو سره دليدنې وروستو دمامومندو قبيلې دتندلارو په ضد دامن لښکر جوړولو اعلان وکړو.

پاکستاني چارواکي وائي چې دتيرو څو اوونو راهسې دافغانستان دپولې سره نزدې باجوړ ايجنسۍ کې په سرحدي چيک پوسټونو دافغانستان څخه وراوړيدونکو جنگيالو بريدونو کې اضافه راوستې چې پکې گڼ شمير عسکر وژل شوي دي.

دنهې په ورځ دباجوړ دماموندو قبيلې يوې جرگې دپوليټيکل ايجنټ جبار شاه اؤ يو پوځي مشر بريگيډئير حيدر سره ليدنه کړې.

دحاجي بسم الله جان په مشرۍ دغو قبائيلو پوليټيکل ايجنټ اؤ امنيتي ځواکونو ته تندلارو په ضد دبشپړه مرستې باور ورکړى اؤ وئيلي يې دي چې دوسله والو پوځونو سره به اوږه په اوږه دتندلارو په ضد جنگيږي اؤ پخپله سيمه کې به کوم ترهه گر ته پناه نۀ ورکوي.

دماموندو جرگې په دغه مهال ضمانت ورکړى چې که کوم تن ترهه گرو ته پناه ورکړه نو دهغه کور به سوځولى اؤ دسيمې څخه به شړلى شي.

دماموند تحصيل پوليټيکل تحصليدار حسيب خان ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې قبائيلو حکومت سره په همکارۍ رضامندي ښودلې اؤ وئيلي يې دي سيمې څخه چې دپوځي عملياتو دپيل کيدو له ويرې کومو خلکو کډې کړې وې هغوي بيرته ورستنيدل پيل کړي دي.

دهغه وينا وه دماموندو قبائيلو ته دسيمې دخوشې کولو وينا شوې وه خو دجرگې وروستو هغوي دپولې دپورې غاړې څخه دبريدونو مخنيوي لپاره دبيلا بيلو امن کميټو په جوړولو اتفاق کړى.

سرچينې وائي دباجوړ پوليټيکل انتظاميې دگل په ورځ دماموند تحصيل دپينځوؤ کليو نختر، غاخي، مُلا کلي، گوهاټي اؤ کت کوټ اوسيدونکو ته دنهې تر ماښامه دسيمې دخالي کولو وينا کړې وه.

تيره ورځ هم دافغانستان څخه وراوړيدلو جنگيالو دباجوړ په ماموندو سيمه کې دپاکستاني پوځ په پوستو حمله کړې وه چې پکې درې عسکر وژل شوي اؤدوه ژوبل شوي وؤ.

دغو قبائيلو دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو دپيل کيدو په تناظر کې دسيمې دپريښودو وينا په داسې حال کې شوې چې دپاکستان پوځ په شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد د"ضرب عضب" په نوم په عملياتو بوخت دى چې پکې دنزدې څلور نيمو سوؤ تندلارو دوژنې دعوه شوې ده.

XS
SM
MD
LG