لاس رسیدونکی لینک

دخيبرپښتونخوا وزيراعلي پنجاب ته دبجلۍ دتړلو دړکه کړې


دبجلۍ دلوډشيډنگ په ضد دغه احتجاج کې زياتره دواکمن گوند تحريک انصاف غړو برخه اخستې وه ، خو پکې دصوبائي حکومت دائتلافي گوند جماعت اسلامي ځينې غړي هم شامل وؤ.

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک خبردارى ورکړى چې که صوبې ته يې خپل حق ورنۀ کړل شو نو دپنجاب بجلي به وتړي.

دشورو په ورځ پيښور کې دبجلۍ دغيراعلانيه لوډشيډنگ په ضد داحتجاج دمشرۍ په مهال ميډيا سره خبرو کې دخيبرپښتونخواوزيراعلي وويل پرته له کوم ځنډ څخه دبجلۍ ورکړه دهغوي حق دى اؤ زياته يې کړه چې " زمونږ صوبه دضرورت نه زياته بجلي، گيس اؤ تيل پيدا کوي خو بيا هم مونږ ته نۀ خو بجلي راکولى شي اؤ نه هم گيس"

دبجلۍ دلوډشيډنگ په ضد دغه احتجاج کې زياتره دواکمن گوند تحريک انصاف غړو برخه اخستې وه ، خو پکې دصوبائي حکومت دائتلافي گوند جماعت اسلامي ځينې غړي هم شامل وؤ.

هغه غوښتنه وکړه چې وفاقي حکومت دې دهغوي دبرخې بجلي ورکړي اؤ يا دې ورته واپډا وسپارلى شي.

پرويز خټک وويل خيبرپښتونخوا درې نيم زره ميگاواټه بجلي پيدا کوي اؤ دصوبې ضرورت يواځې دوه زره اؤ څلور ميگاواټه دى چې دغه شان هغوي دخپل ضرورت څخه هم ٩٠٠ ميگاواټه زياته بجلي پيدا کوي.

پرويز خټک وويل دکوټې ترمخه دټاکل شوې دوه زره ميگاواټه بجلۍ پځايې صوبې ته يواځې ديارلس سوه ميگاواټه بجلي ورکولى شي.

وزيراعلي وويل خيبرپښتونخوا په څلور روپۍ يو يونټ بجلي پيدا کوي اؤ بيا هغوي دمرکز څخه هم دغه بجلي د١٦ؤ څخه نيولې په ١٨ روپۍ يو يونټ اخلي.

دهغه وينا وه که چرې واپډا خپله رويه سمه نۀ ده کړه نو صوبائي حکومت به ورڅخه ورکړل شوى امنيت بيرته واخلي.

پرويز خټک وويل " که چرې پنجاب زمونږ غنم بندولى شي نو مونږ ورته بجلي بندولى شو"

هغه وويل " عابدشيرعلي دې واوري چې پښتانۀ غلۀ نۀ بلکې دواپډا اهلکار غلۀ دي"

XS
SM
MD
LG