لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جنوبي وزيرستان څخه دعدنان رشيد دنيول کيدو اطلاعات


خو دپاکستان پوځ په رسمي ډول د عدنان رشيد دنيولو کيدو پخلى تر دې دمه نۀ دى کړى.
خو دپاکستان پوځ په رسمي ډول د عدنان رشيد دنيولو کيدو پخلى تر دې دمه نۀ دى کړى.

دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دروانو پوځي عملياتو په مهال پوځ دپاکستاني طالبانو دتحريک يو مهم کمانډرعدنان رشيد نيولى دى.

عدنان رشيد د طالبانو هاغه مهم کمانډر دى چې تيرکال د بنو په جيل د طالبانو د يوې درنې حملې په مهال هغه طالبانو د بند څخه خلاص کړى اؤ د ځان سره يې بيولى ؤ.

دنهې په ورځ د پاکستان دانگريزي ژبې ورځپاڼې ډان داستخباراتي سرچينو له قوله وئيلي پوځ څلور ورځې دمخه دټي ټي پي کمانډر عدنان رشيد دجنوبي وزيرستان په شکۍ سيمه کې وروستو له هغې ونيولو چې دغه تندروه کمانډر په شمالي وزيرستان کې دپوځ له لوري دتړل شوې سيمې څخه دوتلو هڅه کوله.

خو دپاکستان پوځ په رسمي ډول د عدنان رشيد دنيولو کيدو پخلى تر دې دمه نۀ دى کړى.

رپورټ وايي عدنان رشيد ديو هيلي کاپټر په ذريعه کوم نامعلوم مقام ته بوتلل شوى دى .

عدنان رشيد لۀ دې وړاندې دپاکستان په پخواني پوځي صدر جنرال (ر) پرويز مشرف دحملې په تور کې نيول شوى اؤ د دبنو په جيل کې ساتل شوى ؤ .

خو په ١٥م اپريل کال ٢٠١٢م کې طالب وسله والو په دغه جيل يو غټ بريد وکړو اؤ د عدنان رشيد اؤ ځينو نورو مهمو طالب جنگيالو په گډون يې ٤٠٠ بنديان ددغه جيل څخه راخلاص کړل.

دخوشې کيدو وروستو عدنان رشيد دعوه کړې وه چې هغه د ډيره اسماعيل خان په جيل دشوې حملې مشري هم کړې وه ، په دغه مهال ٢٥٠ کسان خوشې کړل شوي وؤ.

عدنان رشيد وروستو له هغې هم زيات مقبوليت وموندو چې هغه دسوات سره تعلق لرونکې دجينکو دتعليم دحق لپاره غږ پورته کوونکې پاکستانۍ طالب علمې ملالې يوسف زئي ته يو خط وليکلو اؤ په دغه خط کې يې ملاله يوسفزئ ته وئيلي وؤ چې هغه دطالبانو په ضد دڅرگندونو له امله په نخښه کړل شوې وه.

دپاکستان دفضائي ځواکونو( پي اى ايف) پخوانى جونيئير ټيکنيشن عدنان رشيد چې اوس مهال د طالبانو په صفونو کې يو مهم کمانډر گڼل کيږي دپاکستان دخيبرپښتونخوا دصوابۍ ضلعې دوړوکي لاهور اوسيدونکى دى اؤ هغه انگريزي، اردو اؤ پښتو ژبې په روانۍ سره وئيلى شي،

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG