لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دپاکستان پوځ وائي دوزيرستان عملياتو کې ٤٤٧ ترهه گر اؤ ٢٦ عسکر وژل شوي


جنرال عاصم باجوه وويل چې " شمالي وزيرستان دترهه گرو مرکز جوړ شوى ؤ، چرته چې په گڼ شمير کې ترهه گريزې ډلې ميشته وې اؤدډير وخت څخه يې فعاليتونه کول"
جنرال عاصم باجوه وويل چې " شمالي وزيرستان دترهه گرو مرکز جوړ شوى ؤ، چرته چې په گڼ شمير کې ترهه گريزې ډلې ميشته وې اؤدډير وخت څخه يې فعاليتونه کول"

دپاکستاني پوځ وياند ميجر جنرال عاصم باجوه دنهې په ورځ وئيلي دي چې دپاکستان پوځ به دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان کې روانو پوځي عملياتو کې تر دې مهاله ٤٤٧ ترهه گر اؤ ٢٦ پوځيان وژل شوي دي.

اسلام اباد کې ته دشمالي وزيرستان دعملياتو په اړه دحال احوال تيرولو په موقع ډي جي ائي ايس پي ار ميجر جنرال عاصم باجوه وويل چې " شمالي وزيرستان دترهه گرو مرکز جوړ شوى ؤ، چرته چې په گڼ شمير کې ترهه گريزې ډلې ميشته وې اؤدډير وخت څخه يې فعاليتونه کول"

هغه وويل چې ترهه گرو به په شمالي وزيرستان کې ځانمرگيان بهرتي کول اؤ دهغوي ذهنونه به يې بدلول.

ميجرجنرال عاصم وويل چې ميرعلي کې دتازه کارروايۍ په مهال دتندروه کمانډر مطيع الله په گډون شپږ نور ترهه گر هم وژل شوي دي اؤ زياته يې کړه چې دغه ترهه گر پوځ سره نيغ په نيغه نښته کې وژل شوي اؤ ددې ترڅنگ ددغو عملياتو په مهال ١١ؤ ترهه گرو ځانونه امنيتي ځواکونو ته سپارلي دي.

هغه وويل ترهه گر عصري وسلې استعمالوي ، خو پوځ دهغوي څخه دسيمې دپاکولو اؤ دهغوي دجرړو ويستو پخه اراده کړې ده.

جنرال باجوه وويل دميرانشاه په بازار کې جوړ دکورنو بمونو دجوړولو يوه کارخانه هم تباه کړل شوې ده.

دهغه وينا وه چې تر دې مهاله دشمالي وزيرستان په عملياتو کې ٤٤٧ ترهه گر وژل شوي اؤ دهغوي ٨٨ ځالې تباه کړل شوي اؤ ددې ترڅنگ ٢٦ پوځيان هم وژل شوي اؤ ٨٠ ژوبل شوي دي.

خو دا زادو سرچينو څخه ددغو پوځي ادعاوؤ په اړه پخلى نۀ دى شوى

پوځي وياند وويل شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو مقصد قبائيلي سيمو کې درياستي عملدارۍ بحالي اؤ دهيواد په ټولو برخو کې دامنيت ټينگښت دى.

هغه وويل دعملياتو پايې ته درسيدو وروستو به سخت گامونه اخستى شي،ترڅو شمالي وزيرستان ته ترهه گر يوځل بيا ورستانۀ نۀ شي.

هغه وويل دترهه گرو په ضد عمليات په پوره توان سره روان دي اؤ زياته کړه چې په دغو عملياتو کې په گڼ شمير کې ترهه گر وژل شوي خو ځينې دسيمې څخه په تيښته کې بريالي شوي دي.

پوځي وياند دعوه وکړه چې دتيرې مياشتې د١٥مې نيټې نه وروستو دشمالي وزيرستان څخه يوم ترهه گر هم نۀ دى تښتيدلى.

دهغه وينا وه چې دميرنشاه ٨٠ فيصده برخه دترهه گرو دقبضې څخه پاکه کړل شوې ده.

ډي جي ائي ايس پي ار وويل چې دشمالي وزيرستان دکډوالو شميره دنهو لکو څخه اوښتې اؤ دا خبره باوري کولى شي چې دکره پلټنو وروستو کډوال درج کړل شي.

دپاکستان پوځ په ١٥م جون شمالي وزيرستان کې دمقامي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد وروستو له هغې په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کړي چې دپاکستاني طالبانو تحريک دکراچۍ په هوائي اډه ديو وسله وال بريد مسؤليت په غاړه واخستو، په دغه بريد کې خواؤشا ٣٠ کسان وژل شوي وؤ.

پوځي وياند سره په دغه موقع دسرحداتو وزير عبدالقادر بلوچ هم موجوؤ.

عبدالقادر بلوچ وويل چې حکومت دپاکستاني طالبانو تحريک سره تر وروستۍ شيبې دخلوص څخه ډک مذاکرات وکړل ، خو دعوه يې وکړه چې لمړى طالبانو ترهه گريزې حملې وکړې اؤ داوربند خلاف ورزي يې وکړه.

هغه دا تاثر رد کړو چې گنې پوځ ټولې چارې چلوي اؤ زياته يې کړه چې دکډوالو دمعاملو په گډون ټولې چارې دحکومت په قابو کې دي اؤ پوځ په بنو کې يواځې دسول انتظاميې سره مرسته کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG