لاس رسیدونکی لینک

پکتيکا: ځانمرگي بريد کې ٨٩ کسان وژل شوي،٤٠ ژوبل


دپکتيکا ولايت دپوليسو مرستيال مشر نثاراحمد عبدالرحيمزئي ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې گاډى يو ځانمرگي چلولو اؤ وروستو له هغې يې چاؤديدونکي موادل والوځول کله چې دغه ځانمرگي ته پوليسو داودريدو اشاره وکړه.

چارواکي وائي چې دنهې په ورځ دافغانستان دختيز ولايت پکتيکا په ارگون اولسوالۍ کې ترسره شوې يوه ځانمرگي موټري بم چاؤدنه ٨٩ کسان وژل شوي اؤ ٤٠ نور ژوبل شوي دي.

په کابل کې ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي په يو بيان کې وئيلي دي چې افغان ځواکونو دملبې څخه ٨٩ مړي راويستي اؤ زياته کړې يې ده چې امنيتي ځواکونه دنورو مړو راويستو هڅه کوي اؤ تقريباً ټول دوکانونه راغورځيدلي دي.

دجنرال عظيمي وينا ده چې په وژل شوؤ ٨٩ؤ کسانو کې زياتره ښځې اؤ ماشومان شامل دي اؤ زياتوي چې ٤٢ کسان روغتون ته رسول شوي دي.

افغان صدر حامد کرزي چارواکو ته وينا کړې چې دپيښې ښکار کسانو ته دې په سمدستي ډول دعلاج اسانتياوې برابر کړل شوي.

حامد کرزي ددغه چاؤدنې غندنه کړې اؤ دا يې يو نۀ بخښونکى عمل گرځولى.

دپوليسو وينا ده چې دغه چاؤدنه دپکتيکا ولايت په ارگون اولسوالۍ کې ديو مصروف بازار دننه شوې ده

دپکتيکا ولايت دپوليسو مرستيال مشر نثاراحمد عبدالرحيمزئي ددغه پيښې په اړه يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وئيلي دي چې گاډى يو ځانمرگي چلولو اؤ وروستو له هغې يې چاؤديدونکي موادل والوځول کله چې دغه ځانمرگي ته پوليسو داودريدو اشاره وکړه.

هغه وويل چې اوس مهال پوليس ټول ژوبل کسان روغتونونو ته رسوي"

دپوليسو مشر دغه پيښه کې دمړو دزياتوالي انديښنه وښوده.

دغه چاؤدنه هاغه مهال وشوه کله چې په سيمه کې خلک دروژه ماتي لپاره دسودا په اخستو بوخت وؤ.

دپيښې په اړه دپکتيکا ولايت دارزگان اولسوالۍ يو منتظم محمد رضا خروټي وئيلي دي چې ځانمرگي دنهې په ورځ خپل دبارودو نه ډک گاډى ديو جومات اؤ مارکيټ سره نزدې الوځولى، پيښه کې وژل شوي ټول اولسي وگړي وؤ.

ددغه ځانمرگي بريد پړه تر دې مهاله چا په غاړه نۀ ده اخستې اؤ طالب وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي دي په ډاگه اعلان کوي چې دغه چاؤدنه دهغوي لخوا نۀ ده ترسره شوې.

له دې وړاندې نهې په ورځ ختيز کابل کې دصدارتي محل دملازمانو په يو وړوکي گاډي ترسره شوې دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې هم دوه مسافر وژل شوي وؤ.

دکابل دپوليسو دجرمونو دپلټونکې څانگې مشر گل اغا هاشمي وئيلي چې دغه چاؤدنه سحر مهال هاغه وخت رامينځته شوه کله چې په يو گاډي کې عمله صدارتي محل ته وړل کيده.

XS
SM
MD
LG