لاس رسیدونکی لینک

باجوړ:افغانستان څخه وراوښتو جنگيالو درې پاکستاني پوځيان وژلي


دخالي په سحر دپولې پورې غاړې افغانستان دکونړ ولايت څخه تندلارو دباجوړد ماموندو په سرحدي سيمه غاخي پاس کې دپاکستاني پوځيانو په پوسته حمله کړې ده.

سرچينې وائي دپاکستان په قبائيلي سيمه باجوړ ايجنسۍ کې دخالي په ورځ دافغانستان څخه وراوښتو وسله والو جنگيالو په يوه پوسته حمله کړې چې پکې ديو کيپټن په گډون درې عسکر وژل شوي دي.

دپوليټيکل انتظاميې اؤ امنيتي سرچينو وينا ده چې دخالي په سحر دپولې پورې غاړې افغانستان دکونړ ولايت څخه تندلارو دباجوړد ماموندو په سرحدي سيمه غاخي پاس کې دپاکستاني پوځيانو په پوسته حمله کړې ده.

دغه سرچينې وائي چې په دغه پيښه کې ديو کيپټن په گډون درې عسکر وژل شوي،پيښه کې يو عسکر اؤ يو اولسي وگړى ژوبل شوي هم دي چې دعلاج لپاره يو مقامي روغتون ته رسول شوي دي.

ددغه حملې ذمه واري تر دې دمه چا په غاړه نۀ ده اخستې.

پاکستاني چارواکي باور کوي په تيرو وختونو کې سوات اؤ باجوړ کې دشوؤ پوځي عملياتو څخه تښتيدلي جنگيالي دباجوړ ايجنسۍ سره لگيدلي دافغانستان کونړ ولايت کې پټ دي اؤ په تيرو وختونو کې يې هم په امنيتي ځواکونو دغه رقم حملې کړي دي.

دپاکستان دپوځي اؤ سياسي چارواکو ترمينځ اوس اوس شوؤ رابطو کې پاکستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشر مُلا فضل الله دموجودگۍ معامله هم راپورته کړې .

خودافغانستان خارجه وزارت دوه اوونۍ دمخه پخپل يو بيان کې وئيلي وؤ چې مُلا فضل الله اؤ نورو ترهه گريزو ډلو ته پناه ورکول دافغان حکومت دترهه گرۍ په ضد دتگلارې برخه نۀ ده ځکه چې افغانستان پخپله دترهه گرۍ ښکار يو ستر هيواد دى.

تيره مياشت هم پاکستان باجوړ کې دافغانستان سره په لگيدلې پوله دپولې دپورې غاړې څخه دتندلارو لخوا دامنيتي ځواکونو په پوسته په شوې حمله احتجاج کړى ؤ.

ددغه بريد په مهال دباجوړ په ناؤټاپ کې وسله والو دپاکستاني پوځيانو په پوسته بريد کړى اؤ دسختې نښتې وروستو پکې ١٦ جنگيالي وژل شوي وؤ، دپوځ مطبوعاتي څانگې پيښه کې ديو عسکر دوژل کيدو اؤ دوؤ دژوبل کيدو پخلى کړى ؤ.

له دې وړاندې دمئ په ٢٥مه نيټه هم دباجوړ په په منو ځنگل سيمه کې پينځه تندلاري وژل شوي وؤ.

پاکستاني چارواکي وائي داسې استخباراتي معلومات لري چې د١٥٠ؤ څخه ٢٠٠ؤ پورې دپاکستاني طالبانو دتحريک دباجوړ اؤ سوات سره تعلق لرونکي جنگيالي دکونړ ولايت په غونډ کلي کې موجود دي اؤ په امنيتي پوستو بريدونه ترسره کوي.

XS
SM
MD
LG