لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور:دپرويز خټک لخوا دلوډشيډنگ په ضد سړکونو ته د راوتلو اعلان


سناتور زاهد خان وايي د پي اټي ايي حکومت نه اوس ورخ اوبو وړى نۀ پوهيږي چې اولس نه خپلې ناکامۍ څنگه پټې کړي
سناتور زاهد خان وايي د پي اټي ايي حکومت نه اوس ورخ اوبو وړى نۀ پوهيږي چې اولس نه خپلې ناکامۍ څنگه پټې کړي

دپاکستان دخيبرپښتونخوا صوبې وزيراعلي پرويز خټک صوبه کې کيدونکي دبجلۍ په لوډشيډنگ انديښنه څرگنده کړې اؤ په ١٦مه جولا ئي يې دصوبائي وزيرانو اؤ اولسي وگړو سره په گډه دواپډا هاؤس مخې ته داحتجاج اعلان کړى دى.

خو دپاکستان د اوبو اؤ بجلۍ د قائمه کميټۍ چئيرمين سناتور زاهد خان وايي د پي اټي ايي حکومت نه اوس ورخ اوبو وړى نۀ پوهيږي چې اولس نه خپلې ناکامۍ څنگه پټې کړي ځکه يې حکومت کې دناستې باوجود د احتجاجونو سياست ته لاس اچولى دى.

تيرکال هم د صوبې وزيراعلي خيبرپښتونخوا کې د بجلۍ د لوډشيډنگ خلاف پخپله مشرۍ کې ددغسې احتجاج کولو اعلان کړى ؤ خو بيا يې د پارټۍ څومقامي مشران احتجاج ته ويستي وؤ اؤ پخپله يې دا احتجاج د مشرۍ کولونه ډډه کړې وه.

دجمعې په ورځ پيښور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعلي دعوه وکړه چې که چرې واپډا ورته دبجلۍ دپيداوار اؤ ويش په گډون ټول نظام وسپاري نو نۀ يواځې خيبرپښتونخوا بلکې ټول هيواد کې به ديوې لحظې لپاره هم لوډشيډنگ نۀ کيږي.

پرويز خټک وويل دشپاړس فيصده برخې ترمخه ورته بايد صوبې دپاره دوه زره ميگاواټه بجلي ورکړل شوى وى خو ورته يواځې ديارلس سوه ميگاواټه بجلي ورکول کيږي چې په ضد به يې اوس هغوي احتجاج کوي اؤ زياته يې کړه چې بله ورسره هيڅ لاره نۀ پاتې کيږي.

پرويز خټک وويل دمرکز په ضد نۀ دي اؤ نه پرې شپږم ارټيکل لگيږي ځکه چې دهغه په قول " مونږ دمرکز څخه بغاوت نۀ کوؤ" .

دهغه وينا وه که په تيروخت کې دپنجاب دوزيراعلي شهباز شريف لخوا دواپډا په ضداحتجاجي کيمپ لگول بغاوت نۀ ؤ نو نن هغوي څنگه بغاوت کوي؟ اؤ زياته يې کړه چې " مونږ خو دحق خبره کوؤ"

په دغه مهال پرويز خټک صوبه کې دلوډشيډنگ په ضد داحتجاج داعلان کولو په ترڅ کې اولس ته هم سړکونو ته دراوتو اؤ په احتجاج کې دبرخې اخستو بلنه ورکړه.

وزيراعلي دمرکز څخه دخيبرپښتونخوا د ځپل شوې سيمې دگرځولو اؤ ټولو ټيکسونو څخه داستثنا ورکولو غوښتنه وکړه اؤ وې وئيل چې دبجلۍ دخالصې گټې اؤ مارک اپ ١٥٧ اربه روپۍ دې ورته په سمدستي ډول ادا کړل شي.

پرويز خټک وويل وزيراعظم نواز شريف کراچۍ ته ٨٠ اربه روپۍ ورکړې خو دلواري ټنل لپاره يې دهغه حکومت ته هيڅ نۀ دي ورکړي.

وائس اف امريکه ډيوه راډيو چې کله دپاکستان د سينيټ د اوبو اؤ بجلۍ د قائمه کميټۍ د چئيرمين سناتور زاهد خان څخه وپوښتل چې ايا د هغه گوند عوامي نيشنل پارټي به د صوبې د حقونو په جنگ کې د پي ټي ايي د حکومت ترڅنگ اودريږي نو هغه وويل په صوبه کې خو دا بد حالت جوړ کړى هم د تحريک انصاف حکومت جوړ کړى دى ، نو مونږ به يې مټې څه مضبوطې کړو

زاهد خان وويل کله چې په صوبه کې د عوامي نيشنل پارټۍ حکومت ؤ نو په صوبه کې يې د بجلۍ دکموت ختمولو دپاره د لنډې اؤ اوږدې مودې بيلابيلې منصوبې پيل کړې وې خو د تحريک انصاف حکومت دغه منصوبونه لاس واخستو اؤ نن دبجلۍ صورتحال دومره کړکيچن شوى چې په صوبه کې خلک د څښلو اوبو پسې ړنډيږي.

زاهد خان زياته کړه د اليکشن نه وړاندې پي ټي ايي خلکو ته شنۀ باغونه ښودل اؤ د تبديلۍ وعدې يې کولې اوس يې دا تبديلي راوسته چې خلک په شپه اؤ ورځ کې په مشکله شپږ اووة ساعته بجلي نۀ مومي.

نوموړي وويل تحريک انصاف په قومي اسمبلۍ کې ښه جوخته موجودگۍ لري بايد د هغوئ غړي دا ستونزه د مرکز سره په اسمبلۍ کې راپورته کړي ، په سړکونو مسلې نۀ هواريږي.

د يوې پوښتنې په ځواب کې زاهد خان وويل ډير زر به د قائمه کميټۍ په غونډه کې د اړونده چارواکو څخه معلومه کړي ولي خيبرپښتونخوا صوبې ته د خپلې برخې مطابق بجلي نه ورکول کيږي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG