لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې ١٣ جنگيالي وژل شوي


 دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دشمالي وزيرستان په ديگان سيمه کې دجيټ الوتکو په دغه تازه کارروايۍ کې دتندلارو ٧ ځالې هم تباه کړل شوي دي.
دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دشمالي وزيرستان په ديگان سيمه کې دجيټ الوتکو په دغه تازه کارروايۍ کې دتندلارو ٧ ځالې هم تباه کړل شوي دي.

دپاکستان پوځ وئيلي دي چې دافغانستان پولې ته نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دجيټ الوتکو څخه دترهه گرو په ځالو شوې بمبارۍ کې ١٣ جنگيالي وژل شوي دي.

دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه دشمالي وزيرستان په ديگان سيمه کې دجيټ الوتکو په دغه تازه کارروايۍ کې دتندلارو ٧ ځالې هم تباه کړل شوي دي.

بل لوري ته دپاکستان ددفاع خواجه محمد اصف په يوه مرکه کې وئيلي دي چې شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په ضد روانو پوځي عملياتو" ضرب عضب" کې تر دې مهاله څلور سوه ترهه گر اؤ ٢٠ پوځيان وژل شوي دي.

خو دازادو سرچينو څخه دوفاقي وزير ددغه ادعاوؤ په اړه پخلى نۀ دى شوى.

ددفاع وزير وئيلي چې ددغو عملياتو دختميدو په اړه نيټه نۀ شي ورکولى خو زياته کړې يې ده چې زر تر زره به دعملياتو پايې ته درسولو هڅه کولى شي.

هغه دا هم وئيلي چې حکومت به يې هيواد څخه دوروستي ترهه گر تر خاتمې په ارام نۀ کښيني اؤ زياته کړې يې ده چې دترهه گرۍ دخاتمې اؤ دشمالي وزيرستان څخه دبې کوره شوؤ خلکو بيرته خپلو سيمو ته دستنولو په اړه به لويې سياسي گوندونه به باور کې اخستى شي.

تيره ورځ دپاکستان دپوځ سرلښکر جنرال راحيل شريف هم دشمالي وزيرستان دوره کړې وه اؤ د ائي ايس پي ار ترمخه پوځي سرلښکر ته دغلته دروانو عملياتو په اړه حال احوال تير کړل شوى، په دغه موقع جنرال راحيل په پوځي مشرانو ټينگار کړى چې ټول بهرني اؤ مقامي ترهه گر اؤ دهغوي ځالې دې ختمې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG