لاس رسیدونکی لینک

افغانستان : ځانمرگي بريد کې دڅلورو ائتلافي ځواکونو په گډون ١٧ کسان وژل شوي


کرنل محمد معصوم ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې يو ځانمرگي پخپل ځان پسي تړلي بارود دپروان ولايت دبگرام اولسوالۍ په قلندرخيل سيمه کې هاغه مهال الوځولي

چارواکي وائي دنهې په ورځ دافغانستان دپروان ولايت په بگرام اولسوالۍ کې په بهرنو ځواکونو ترسره شوي يو ځانمرگي بريد کې دنيټو دڅلورو عسکرو په گډون ١٧ کسان وژل شوي دي.

دمقامي پوليسو مشر کرنل محمد معصوم ميډيا سره خبرو کې وئيلي دي چې يو ځانمرگي پخپل ځان پسي تړلي بارود دپروان ولايت دبگرام اولسوالۍ په قلندرخيل سيمه کې هاغه مهال الوځولي کله چې امريکائي پوځيانو دسکول په ماشومانو دليکلو اؤ لوستلو شيان ويشل.

هغه منلې ده چې په دغه ځانمرگي بريد کې دسکول ١١ ماشومان اؤ دوه افغان پوليس وژل شوي دي.

کرنل محمد معصوم دا هم وئيلي چې په دغه ځانمرگي بريد کې بهرنو ځواکونو ته هم مرگ ژوبله اوښتې خو ورته يې دقيقه شميره نۀ ده معلومه اؤ زياته يې کړه چې ژوبل کسان دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي.

خو په افغانستان کې ميشتو دايساف ځواکونو پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې " ختيز افغانستان کې دنهې په ورځ ددښمن ديو بريد په نتيجه کې څلور ائتلافي عسکر وژل شوي دي"

ايساف دخپلې تگلارې سره سم په دغه بريد کې دوژل شوؤ عسکرو دقوميت په اړه پخپل بيان کې څه نۀ دي وئيلي.

ټاکل شوې ده دامريکا په مشرۍ ائتلافي ځواکونه به دسږکال په اخره کې افغانستان کې اوځي.

له دې وړاندې دپروان ولايت دپوليسو يو لوړپوړي مشر ضياء الرحمان سيدخيلي ددغه بريد په اړه وئيلي وؤ چې په موټر سائيکل سور ځانمرگي چاؤدنه کړې چې پکې ١٠ اولسي وگړي، دوه افغان پوليس اؤ شپږ دايساف عسکر وژل شوي.

دبريد پړه طالبانو په غاړه اخستې،طالب وياند ذبيح الله مجاهد دبريد دپړې منلو په ترڅ کې وئيلي چې دهغوي دډلې يو جنگيالي دامريکائي پوځيانو په يو کاروان ځانمرگي بريد کړى اؤ گڼ شمير بهرني عسکر يې وژلي اؤ ژوبل کړي.

XS
SM
MD
LG