لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : دجيټ الوتکو بمبارۍ کې گڼ شمير جنگيالي وژل شوي، يو عسکر مړ


سرچينې وائي چې دجيټ الوتکو څخه دشمالي وزيرستان په ديگان، محمدخيل اؤ پوئي خيل سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.

سرچينې وائي دخالي په ورځ دپاکستاني پوځ جيټ الوتکو دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهه گرو په شکمنو ځالو بمباري کړې چې پکې دازبک جنگيالو په گډون ګڼ شمير تندلاري وژل شوي اؤ دهغوي پينځه ځالې هم تباه شوي دي.

سرچينې وائي چې دجيټ الوتکو څخه دشمالي وزيرستان په ديگان، محمدخيل اؤ پوئي خيل سيمو کې دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه کړل شوي دي.

دسرچينو وينا ده چې ددغه تازه کارروايۍ په نتيجه کې دتندلارو پينځه ځالې تباه شوي اؤ پينځه جنگيالي وژل شوي دي.

خو دپوځ دمطبوعاتي څانگې( ائي ايس پي ار) ترمخه نن سحر دشمالي وزيرستان په ميرانشاه اؤ بويه سيمو کې دترهه گرو په ضد فضائي حملې شوي چې پکې دازبک جنگيالو پشمول گڼ شمير تندلاري وژل شوي دي.

دپاکستان پوځ پخپل يو بيان کې وئيلي دي چې تيره ورځ دشمالي وزيرستان په ميرانشاه سيمه کې دلټونې دعملياتو په مهال ديوې چاؤدنې له امله يې يو عسکر وژل شو ى دى.

دپوځ وينا ده چې دتندلارو په ضد شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو په مهال دميرانشاه څلويښت فيصده سيمه دتندلارو څخه پاکه کړل شوې اؤ وائي چې تر دې مهاله يې په سيمه کې گڼې دبمونو فيکټرۍ، دځانمرگي بريدگرو تربيتي مرکزونه اؤ نور بارودي مواد موندلي دي.

دفاټا ډيزاسټرمنيجمنټ اتهارټي ترمخه شمالي وزيرستان کې دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ کسانو شميره شپږو لکو ،٩٨ؤ زرو ، څلور سوه اؤ پينځه ديرشو ته رسيدلې ده اؤ تر دې مهاله درې پنځوس زره اووۀ سوه اؤ يو نوي کورنۍ درج کړل شوي دي.

دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې دذمه وارۍ قبلولو څخه يوه اوونۍ وروستو دپاکستان پوځ تيره مياشت په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان کې دموجودو ملکي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کړي چې پکې پوځ دسلگونو جنگيالو دوژلو دعوه کړې خو دازادو سرچينو څخه يې پخلى نۀ دى شوى.

XS
SM
MD
LG