لاس رسیدونکی لینک

دعملياتو له امله دبې کوره شوؤ خلکو شميره پينځه لکه اؤ پينځه اويا زره


دخيبرپښتونخوا دبنو ضلعې کمشنر سيد محسن علي وويل چې دشمالي وزيرستان څخه تر دې مهاله دبې کوره شوؤ کسانو ددرج کولو لپاره درې مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

دپاکستان دپوځ له لوري دطالبانو په ضد دپوځي عملياتو " ضرب عضب" له امله دافغانستان دپولې سره پيوست دپاکستان دقبائيلي سيمې شمالي وزيرستان څخه نورو سيمو ته دکوچيدلو کډوالو شميره پنځوؤ لکو اؤ پنځوؤ اوياؤ زرو څخه اوښتې ده.

دپاکستاني طالبانو دتحريک له لوري دکراچۍ په هوائي اډه دشوې حملې دذمه وارۍ قبلولو څخه يوه اوونۍ وروستو دپاکستان پوځ تيره مياشت په ١٥مه نيټه شمالي وزيرستان کې دموجودو ملکي اؤ غيرملکي ترهه ګرو په ضد په لويه پيمانه پوځي عمليات پيل کړي چې پکې پوځ دسلګونو جنګيالو دوژلو دعوه کړې خو دازادو سرچينو څخه يې پخلى نۀ دى شوى.

ددغو عملياتو په نتيجه کې دسيمې څخه په لکونو خلکو خوندي سيمو ته کډې هم کړي دي.

دوفاقي اؤ صوبائي چارواکو ترڅنګ دپاکستاني پوځ استازو دجمعې په ورځ دشمالي وزيرستان څخه دبې کوره شوؤ خلکو لپاره دروانو امدادي هلو ځلو په اړه ميډيا ته حال احوال تير کړى.

دخيبرپښتونخوا دبنو ضلعې کمشنر سيد محسن علي وويل چې دشمالي وزيرستان څخه تر دې مهاله دبې کوره شوؤ کسانو ددرج کولو لپاره درې مرکزونه جوړ کړل شوي دي.

هغه وويل چې سيمه کې دخوراکي موادو په ګډون کډوالو ته نورې اسانتياوې هم ورکولى شي اؤ زياته يې کړه چې تر دې مهاله پينځه لکه اؤ پينځه اويا زره اغيزمن خلک درج کړل شوي اؤ داتۀ ويشتو زرو څخه دزياتو کورنو سره مالي مرسته هم شوې ده.

هغه دعوه وکړه چې دشمالي وزيرستان کډوالو ته دټول هيوماد څخه امداد اؤ ضروري خوراکي مواد ورکولى شي.

په دغه موقع يو پوځي افسر بريګيډئير افتاب وويل چې دپوځ له لوري تقريباً په اويا فيصدو اغيزمنو کورنو خوراکي مواد ويشل شوي اؤ زياته يې کړه چې څلويښتو زرو کورنو ته راشن ورکړل شوي دي.

دغه پوځي افسر دعوه وکړه چې دبنو بکاخيل کيمپ اوس په يو مثالي کيمپ کې بدل کړل شوى اؤپه اغيزمنو خلکو يې غږ وکړو چې بايد هغوي دکرايې په کورونو کې داوسيدو پځايې دبکاخيل حکومتي کيمپ ته داوسيدو لپاره ورشي.

په ډاګه دې وي چې دشمالي وزيرستان څخه ډير په کم شمير کې کډوال دغه کيمپ کې اوسيږي اؤ زياتره کډوال دخيبرپښتونخوا په بيلا بيلو سيمو کې دخپلو رشته دارانو يا دکرايې په کورونو کې اوسيدو ته ترجيح ورکوي.

XS
SM
MD
LG