لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان اؤ افغانستان بيا دمولوي فضل الله په معامله غږيدلي


ائي ايس پي ار منلې چې په دغه ليدنه کې افغان لوري په گډه پوله دپاکستان لخوا د گولو توغول کيدو موضوع هم راپورته کړې
ائي ايس پي ار منلې چې په دغه ليدنه کې افغان لوري په گډه پوله دپاکستان لخوا د گولو توغول کيدو موضوع هم راپورته کړې

دافغانستان يو لوړپوړي پوځي هيئت دزيارت په ورځ په پينډۍ کې دپاکستان دپوځ دهيډکوارټر دوره کړې اؤ پاکستاني پوځي مشرانو سره يې دمولوي فضل الله اؤ دکونړ په خاوره دپاکستان لخوا دکيدونکو بريدونو ترڅنگ په گڼو مهمو چارو خبرې کړي دي.

پاکستان افغانستان سره په لگيدلې خپله قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دطالبانو په ضد دعملياتو پيل کولو راپديخوا دافغانستان حکومت څخه هم خپله دې غوښتنه کې چټکتيا راوستې چې دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايتونو کې پټ دپاکستاني طالبانو دتحريک دمشرمولوي فضل الله دنيولو لپاره دې چټک گامونه واخلي.

دپاکستان دپوځ دعامه اړيکو څانگې يا ائي ايس پي اروئيلي دافغانستان د پوځي عملياتو د څانگې د مشر ميجر جنرال افضل امان په مشرۍ دافغانستان داتۀ کسيز پوځي هيئت چې پکې دافغانستان دملي دفاع ،استخباراتو اؤسرحدي پوليسو چارواکي شامل وؤ سره خبرو کې دگډې خوښۍ په يو لړ موضوعاتو خوشگواره اؤ پيشه وارانه فضاء کې خبرې اترې شوي دي.

په دغه ليدنه کې دپاکستان مشري دپاکستان دپوځ ډي جي ايم او ميجر جنرال عامر رياض کړې ده.

ائي ايس پي ار منلې چې په دغه ليدنه کې افغان لوري په گډه پوله دپاکستان لخوا د گولو توغول کيدو موضوع هم راپورته کړې، خو پاکستان افغان ډلې ته وئيلي چې پاکستان دغه ډزې پخپله دفاع کې يواځې هاغه مهال کوي کله چې دپولې دپورې غاړې څخه ترهه گر دپاکستاني امنيتي ځواکونو پوستې په نخښه کړي.

دائي ايس پي ار دبيان له مخې افغان وفد ته وئيل شوي چې دپاکستان لخوا دافغانستان په خاوره ړندې گوله بارۍ نۀ کيږي.

خو له دې وړاندې په بيلابيلو وختونو کې دافغانستان دکونړ اؤ نورستان ولايتونو په زرگونو خلکو دپاکستاني پوځ لخوا دکيدونکې گوله بارۍ په ضد احتجاجونه کړي اؤ تور يې لگولى چې دپاکستاني پوځ لخوا په ړنده گوله بارۍ کې بې گناه افغانان وژل کيږي.

دپاکستان پوځ وائي افغان لوړپوړي هيئت سره ليدنه کې دافغانستان په کونړ اؤ نورستان ولايت کې دترهه گرو دپټو ځالو اؤ دهغې څخه دپاکستان په خاوره دکيدونکو حملو معاملې هم راپورته کړل شوي اؤ دواړه خواوې دې صلاح ته رسيدلي چې په گډه پوله به خپلو کې مرسته همکاري نوره هم پياوړې کوي.

دافغانستان دغه پوځي هيئت پاکستان ته خپل موجوده سفر په داسې حال کې کړى چې تيره مياشت دپاکستان يوه ډله هم دکابل په سفر تللې وه اؤ په دغه ډله کې شامل دپاکستان ملت پاله پښتون سياسي مشر محمود خان اچکزي دوزيراعظم نواز شريف يو ځانگړى پيغام صدر حامد کرزي ته سپارلى ؤ.

سرچينې وائي په دغه ليدنه کې دپاکستان حکومت دمحمود خان اچکزي په خلۀ دافغان حکومت څخه غوښتي وؤ چې دپاکستاني طالبانو مشر مولوي فضل الله بايد دکونړ اؤ نورستان ولايت څخه وباسي اؤ دنيولو دپاره يې کوټلي گامونه واخلي.

سرچينې وائي په دغه ليدنه کې افغان چارواکو پاکستاني هيئت ته وئيلي وؤ چې پاکستان هم بايد پخپله خاوره دترهه گرو هاغه محفوظې ځالې له مينځه يوسي دچرته نه چې تندروه وسله وال دافغانستان خاورې ته وراوړي اؤ په پوځيانو اؤ حکومتي تنصيباتو بريدونه کوي.

دپاکستان اؤ افغانستان دچارواکو ترمينځ په دې وروستيو کې دغه رقم تماسونو کې غيرمعمولي اضافه ليدل شوې اؤ چرته که تيره مياشت افغان صدر حامد کرزي اؤ نواز شريف په ټيليفوني خبرو يو بل ته باور ورکړى چې شمالي وزيرستان کې دعملياتو په مهال به په گډه پوله دتښتيدونکو تندلارو مخه نيسي ، نو هلته دافغانستان دقومي سلامتۍ دصلاح کار رنگين دادفر سپنتا د اسلام اباد داوسني سفر په مهال دواړو خواؤ په دې خبره اتفاق کړى چې دپولې دواړو خواؤ ته به دترهه گرو په ضد گډ گامونه اخلي.

  • 16x9 Image

    فاروق فراق

    فاروق فراق د وي او ای ډیوه خبریال دی، د خبریالۍ څانګه کې د ۲٨ؤ کالو اوږده تجربه لري. د پښتو، ادب، کلتور اؤ تاریخ برخه کې ډیوه راډیو، ټي وي اؤ ویب پاڼې دپاره ځانګړې خپرونې راجوړوي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG