لاس رسیدونکی لینک

شمالي وزيرستان : په گولو دويشتل شوؤ شپږو کسانو مړي موندل شوي


دسرچينو وينا ده چې ددغو شپږو واړو کسانو مړي دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل دهرمز سيمې څخه موندل شوي دي.

راپورونه وائي دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دزيارت په ورځ په گولو دويشتل شوؤ شپږو کسانو مړي موندل شوي.

دسرچينو وينا ده چې ددغو شپږو واړو کسانو مړي دشمالي وزيرستان دميرعلي تحصيل دهرمز سيمې څخه موندل شوي دي.

سرچينې زياتوي چې دغه کسان په گولو ويشتل شوي اؤ پيژندگلو يې تر دې مهاله نۀ ده شوې.

شمالي وزيرستان کې ددغو کسانو مړي په داسې حال کې ترلاسه شوي چې دپاکستان پوځ سيمه کې دملکي اؤ غيرملکي ترهه گرو په ضد په عملياتو بوخت دى.

پوځ په دغو عملياتو کې د٣٧٦ؤ جنگيالو دوژلو، دهغوي د٦١ؤ ځالو دتباه کولو اؤ ديو شمير جنگيالو دتسليميدو ادعاوې کړي دي، خو دازادو سرچينو څخه په ١٥م جون پيل کړل شوؤ عملياتو کې دواړو خواؤ ته داوښتې مرگ ژوبلې په اړه پخلى نۀ دى شوى.

پاکستان شمالي وزيرستان کې دتندلارو په ضد دغه عمليات دکراچۍ په هوائي اډه دحملې څخه يوه اوونۍ وروستو پيل کړي، دکراچۍ په هوائي اډه دحملې ذمه واري دپاکستاني طالبانو تحريک په غاړه اخستې وه.

په تيرو وختونو کې امريکائي اؤ افغان چارواکو وئيلي وؤ چې دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دافغان طالبانو دحقاني ډلې جنگيالي دپولې پورې غاړې افغانستان کې په بهرنو عسکرو دبريدونو وروستو په دغه قبائيلي سيمه کې پناه اخلي.

اؤ دپاکستان پوځ اؤ حکومت وائي چې په شمالي وزيرستان کې دروانو عملياتو په مهال دحقاني دډلې جنگيالي هم په نخښه کوي.

XS
SM
MD
LG