لاس رسیدونکی لینک

پاکستان اؤ هند دسياسي گوندونو په جاسوسۍ امريکا ته احتجاج کړى


اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل چې دغه معامله دامريکائي انتظاميې سره راپورته کوى شي.

پاکستان وئيلي دي چې دامريکا دقومي سلامتۍ ادارې ( اين ايس اى) له لوري دپاکستان ديو لويې سياسي گوند پاکستان پيپلز پارټۍ جاسوسي دنړيوالو قوانينو په ضد اؤ دسفارتي اصولو خلاف ورزي ده.

په عين حال کې هندوستان هم دامريکا دقومي سلامتۍ دادارې لخوا دواکمن گوند بي جى پي په جاسوسۍ کولو امريکا ته احتجاج کړى اؤ په نوي ډيلي کې يې مامور دامريکا يو سفارت کار خارجه وزارت ته غوښتى.

اسلام اباد کې ميډيا ته داووۀ نيز حال احوال تيرولو په مهال دخارجه دفتر وياندې تسنيم اسلم وويل چې دغه معامله دامريکائي انتظاميې سره راپورته کوى شي.

تسنيم اسلم وويل " دکوم بريد يا جاسوسۍ څخه زمونږ دسائبر کميونکيشن دخونديتوب لپاره مناسب گامونه اخستل کيږي. "

له دې وړاندې پيپلز پارټۍ داين ايس اى په جاسوسۍ دخفگان څرگندولو په ترڅ کې دپاکستان په حکومت غږ کړى ؤ چې دغه معامله دې په سفارتي کچه راپورته کړي اؤ ددې خبرې ضمانت دې وغوښتل شي چې دغه شان خلاف ورزۍ په مستقبل کې بيا رامخې ته نۀ شي.

دپي پي پي وياند پخپل ردعمل کې وئيلي وؤ چې ديو خپلواکه هيواد دسياسي گوند په چارو کې دغه شان کارروايۍ اؤ دنۀ منلو جوگه مداخلت مقصد دنفرت اؤ بې باورۍ سيوا کولو پرته بل هيڅ نۀ دي اؤ زياته کړې يې وه چاچې دسياسي گوندونو په جاسوسۍ کولو سره دمعيارونو اؤ ذمه وارانه رويو خلاف ورزي کړې بايد بخښنه وغواړي.

بل لوري ته هندوستان هم دامريکا دقومي سلامتۍ دادارې اين ايس اى له لوري دواکمن گوندبي جى پي په جاسوسۍ کولو امريکا ته احتجاج کړى اؤ ورته يې وئيلي دي چې په راتلونکي کې دې ددغه هيواد دسياسي گوندونو دجاسوسۍ څخه ډډه وکړي.

دامريکا دخفيه ادارو له لوري دبي جى پي دجاسوسۍ کولو دخبر مخې ته په راتللو دسخت ردعمل څرگندولو سره دهند حکومت په ډيلي کې مامور دامريکا يو لوړپوړى سفارت کار غوښتى اؤ ورته يې دجاسوسۍ په معامله دناخوښۍ څرگندونه کړې اؤ وئيلي يې دي چې دکوم هندوستاني تن، تنظيم يا ادارې جاسوسي ورته بيخي دمنلو جوگه نۀ ده.

دامريکا خارجه محکمه وائي په هر شکمن استخباراتي فعل به تبصره نۀ کوي ، خو دخارجه محکمې يو وياند هيله ښکاره کړې ده چې دهند دنوي حکومت سره به اړيکې نۀ خرابيږي.

د٢٠١٠م ديو خفيه دستاويز ترمخه ، کوم چې دسلامتۍ په اړه پخواني امريکائي چارواکي اډورډ سنوډن ليک کړى ؤ اؤ په روانه اوونۍ کې امريکائي ورځپاڼه واشنگټن پوسټ کې خپور شوى، دمودي بهارتيه جنتا پارټي هم په هاغو څو سياسي گوندونو کې شامله ده چې يوې امريکائي محکمې يې انټلي جنس ادارې ته دجاسوسۍ اجازت ورکړى ؤ.

دبي جى پي ترڅنگ په دغه فهرست کې دپاکستان دهاغه وخت واکمن گوند پيپلز پارټي ، دلبنان جماعت عمل، دمصر اخون المسلمين اؤ نيشنل سالويشن فرنټ شامل ؤ.

XS
SM
MD
LG