لاس رسیدونکی لینک

کابل : ځانمرگي بريد کې دپينځوؤ عسکرو په گډون ٨ کسان وژل شوي


دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم دپيښې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دځانمرگي هدف دافغان ملي اردو يو ګاډى ؤ.

چارواکي وائي دافغانستان پلازمينه کابل کې دشورو په ورځ دامنيتي ځواکونو په يو گاډي ترسره شوي ځانمرگي بريد کې ٨ کسان وژل شوي اؤ ١٣ نور ژوبل شوي دي.

دکابل دپوليسو دمشر يو وياند حشمت ستانکزئي ددغه پيښې په اړه ميډيا ته وئيلي چې دغه پيښه نن سحر اووۀ بجې هاغه مهال رامينځته شوه کله چې يو ځانمرگي خپل دبارودو نه ډک گاډى دفضائي ځواکونو ديو بس سره نزدې والوځولو اؤ زياته يې کړه چې په وژل شوؤ کې پينځه کسان دفضائي ځواک عسکر وؤ اؤ زياته کړې يې ده چې گاډى دځانمرگي هدف ؤ.

دافغانستان ددفاع دوزارت وياند جنرال ظاهر عظيمي هم دپيښې پخلى کړى اؤ وئيلي يې دي چې دځانمرگي هدف دافغان ملي اردو يو گاډى ؤ.

عظيمي وئيلي دي چې پيښه کې څلور افغان عسکر وژل شوي اؤ پينځه نور ژوبل شوي دي.

طالبانو ددغه پيښې ذمه واري په غاړه اخستې ددغه ډلې وياند ذبيح الله مجاهد دعوه کړې چې بريد کې ٢٥ کسان وژل شوي دي

ټاکل شوې ده دسږکال په اخره کې به دامريکا په مشرۍ نړيوال ائتلافي ځواکونه افغانستان څخه اوځي چې له دې وروستو به په دغه هيواد کې دروان ياغيتوب چقولو لپاره بنيادي ذمه واري په افغان عسکرو پريوځي.

XS
SM
MD
LG